د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

ارزګان چارواکي: ښځې د حبس موده د قومي مشرانو کورو کې تیروي


د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ښځو سره زور زیاتی اوس په یو دود بدل شوی، لا هم په بدو کې ورکړه، په کم عمر کې ودول، د میراث نه ورکول، له تعلیمه مخنیوی هغه ستونزې دي چې ارزګانې مېرمنې ورسره مخ دي.

د دې ولایت د ښځو چارو ریاست مسؤلین وايي، د دې ولایت ښځې د حبس موده د قومي مشرانو په کورونو کې تیروي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست رئیسه رڼا سمیع وفا نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې د هغو مېرمنو لپاره چې د کورنیو ستونزو له امله دولت ته پنا راوړي د امن کور د نشتوالي له امله مېرمنې د قومي مشرانو په کورونو کې ساتل کېږي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست رئیسه رڼا سمیع وفا
په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست رئیسه رڼا سمیع وفا

اغلې رڼا سمیع وفا وايي:

"ارزګان ولایت کې ښځې ډیرې ستونزې لري، کله چې یوه مېرمن کور کې وهل شوې وي نو هغه موږ ته مراجعه کوي، ولې موږ د هغو مېرمنو لپاره د ساتنې ځای نه‎لرو نو موږ هغه خور د کلي د ملک او یا هم د یو قومي مشر په کور کې ساتو، څو چې یې دوسیه خلاصېږي خو ولې هغه خور د هغې کورنۍ له‎خوا نوره هم زورول کېږي او هغې ته سپکې سپورې کوي چې ته ولې له خپل کوره راوتلې يي."

رڼا وايي، که دولت ارزګانیو مېرمنو ته پاملرنه ونه‎کړي نو په دې ولایت کې به نور هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شي.

نوموړې وايي، ارزګان ولایت کې په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۵ بېلابېلې پېښې رامنځته شوي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي وايي چې د امن کور په اړه به له مرکزي او ولایتي اداري سره خبرې وکړي څو دغه ستونزه حل کړي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي

ښاغلی سرحدي وايي:

"لا تراوسه په دې اړه معلومات نه‎لرم ولې په راتلونکي کې موږ پلان لرو چې دا موضوع له مرکزي ادارې سره شریکه کړو څو په ارزګان کې د مېرمنو د امن د کور لپاره باید څنګه ځای انتخاب کړو او موږ هڅه کوو چې ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی له‎منځه یوسو."

سرحدي وايي، دا زموږ وظیفه ده چې د هر یو افغان او هرې یوې افغانې خور څخه ساتنه وکړو او د ظالم مخه ونیسو.

دا په داسې حال کې ده چې ارزګان ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، خو دولت يې په مخنیوي کې پاتې راغلي چې تر ډېره ېې لامل ناامني په ګوته کېږي.

راپور: شریف لله شرافت - ارزګان

XS
SM
MD
LG