د لاسرسي لېنکونه

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی څو فرهنګي خبرونه در اوروو، لکه داخبر : غرمې راډیو د ( هه هه اوهاهو ) خپرونې لپاره درې تنه داسې ویاندویانې مقررې کړې چې په یوه دقیقه کې درې دقیقې خاندي!

په بل خبر کې ویل شوي دي چې تېره ورځ هم نه کومه مشاعره وشوه او نه هم کومه غونډه جوړه شوه، ځکه چې د شعر ښاپیرۍ د کوم شاعر په بام نه وه کیناستلې!

ورپسې مو د هغه مسافر له تلیفوني خبرو خبروو چې دا څوکاله د واده د پیسو پیداکولو لپاره عربو ته تللی دی، خو مور ېې اوس هم ورته وايي چې سره خوله هلک ېې، په واده پسې مه ګرځه!

په پای کې یو برګ شعر در اوروو چې د خولې خوند مو برابر شي.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

XS
SM
MD
LG