د لاسرسي لېنکونه

د نړیوالو بازارونو ارزښت چې د ټرمپ تر حیرانوونکې بریا وروسته رالویدلي و پرون بېرته ښه شول.

د اسیا اکثرو بازارونو پرون د امریکا د ولسمشربارک اوباما او ډونالډ تر پخلاکوونکې لیدنې وروسته ښې ګټې وکړې او د ونډو بیې چې راښکته شوې وې بېرته پورته شوې.

د اروپا د ونډو بازاونو هم پرون په تېرو دوو اونیو کې تر ټولو زیاته ګټه او قیمت تر لاسه کړ.

پانګه‎والو د مالیاتو د کمښت، د لګښتي بندیزونو د لېرې کولو او په بنسټیزو برخو د ډېرلګښت په سره د ټرمپ له پلانونو دفاع وکړه او تمرکز یې ورباندې زیات کړ.

XS
SM
MD
LG