د لاسرسي لېنکونه

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنري وايي، د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستې په خاطر کافي مالي منابع نه‎لري.

د دې ادارې ویاند نادرفرهاد ازادي راډیو ته وویل چې (یو.ان.اچ.سي.ار) له اړوندو ادارو سره هڅه کوي چې لږ تر لږه د مالي منابعو تر پیدا کولو پورې د بیا راستنېدو بهیر لږ څه ورو شي څو افغانان ډېرې ستونزې ونه ویني.

"بشري او مادي ملاحظات موجود دي. د دې لپاره چې د نوومبر میاشت کې هم چې افغانان راتلل ټولو یې نومونه ثبت کړي و د هغوی لپاره هم کافي بودیجه نه وه موجوده نو باید دا خبره افغان کډوالو ته ورسول شي."

د ښاغلي فرهاد په خبره سږکال شاوخوا یو میلیون افغانان یا له بهره خپل هېواد ته راغلي او یا له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې د هرکال په نسبت ډېرې لویې بودیجې ته اړتیا لري.

په پاکستان کې د افغان کډوالو استازي داوود شاه ازادي راډیو ته وویل، افغانانو خپلې کډې تړلي خو اوس ورته ویل شوي چې د درېیو میاشتو لپاره دې وطن ته نه ځي.

XS
SM
MD
LG