د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

دفاع وزارت: ژمي په رارسېدو سره به د مخالفینو حملې ډېرې کمې شي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ژمي په رارسېدو سره به د وسله‎والو مخالفینو بریدونه هم ډېر کم شي.

دا وزارت د ژمي په موسم کې د طالبانو د بریدونو د کموالي وړاندوینې داسې مهال کوي چې وسله‎والو مخالفینو تېر ژمی خپل بریدونه ډېر کړي وو.

د افغانستان په ډېرو برخو کې د روان کال د پسرلي نه ډیری ځان وژونکي حملې او وسله‎والې نښتې وشوې.

طالبانو هڅې وکړې چې په دې توګه د افغانستان ځینې سیمي ونیسي.

طالبانو هڅې وکړې چې په دې توګه د افغانستان ځینې سیمي ونیسي.
طالبانو هڅې وکړې چې په دې توګه د افغانستان ځینې سیمي ونیسي.

دغه ډله د هلمند او ارزګان د مرکزونو لښکرګاه او ترینکوټ ځینو سیمو ته ننوتل او د کندز یو شمېر برخې یې د دوهم ځل لپاره ونیولې، خو افغان امنیتي ځواکونو هغوی له دې ټولو سیمو بېرته په شا کړل.

روان کال پلازمینه کابل کې هم د نورو ښارونو په څېر بریدونه وشول او مرګ ژوبله واوښته.

اوس د افغانستان دفاع وزارت په هېواد کې د بریدونو د کمېدو خبره کوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بریدونو د کموالي علت یوازې د هوا سوړ والی ونه ښود.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

دی وایي:

"زه فکر کوم چې علت یې یوازې سړه هوا نه‌ده، یو اصلي علت دا دی چې مخالفینو ډېر زیات تلفات لیدلي دي، وسلې مهمات او خپل امکانات یې له لاسه ورکړي دي. بل دا چې د دوی تر منځ اختلافات ډېر دي او درېیم دا چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ډېره لوړه شوې ده. د هوا سوړوالی مرسته کوي ځکه چې هغو تر ډېره په ژمي کې د پوځي روزنې، اکمالاتو او تجهیزاتو لپاره له پولي هاخوا ځي."

بل‎خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال جنرال ایوب سالنګي وایي، جګړې په ژمې کې یوازې د افغانستان په سړو سیمو کې تر یوه حده ښایي راکمې شي، خو د ده په خبره په نورو سیمو یې د دوام احتمال شته.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال جنرال ایوب سالنګي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال جنرال ایوب سالنګي

ښاغلي سالنګي زیاته کړه:

"طالبانو او د افغان دولت وسله‎والو مخالفینو په دې وروستیو کلونو کې یوه بله پالیسي غوره کړې ده. دوی په ژمي کې په ډېرو جدي اغېزمنونکو سیمو کې سولې ته چې د افغانستان د خلکو هیله او د افغان حکومت یو له اساسي پروګرامونو څخه ده، ځینې تکتیکي شنه څراغونه ښیې. ژمي یو ښه فرصت دی څو په هغو سیمو کې چې طالبان هلته د تحرک قوت لري، باید کار وشي او سیمې د هغوی له واکه وایستل شي."

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال هلمند، ارزګان، ننګرهار، کندز او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو تحرکات ډېر دي، خو فعالیتونه یې په غزني، سرپل او بدخشان ولایتونو کې لږ دي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال وایي، ښایي وسله‎وال مخالفین به راتلونکی کال د نویو تکتیکونو او امادګیو سره جګړې پیل کړي.

ښاغلی سالنګي وایي، باید داسې کارونه وشي چې وسله‎وال مخالفین هدف ته ونه‎رسېږي.

XS
SM
MD
LG