د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

ذکریا: سیمه ییز ثبات لپاره د امریکا او پاکستان همکاري اړینه ده


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې هېواد یې د سیمې د امن و ثبات او د ترهګرۍ د مخنیوي په شان د ګډو مقصدونو او ګډو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر سره کار ته سترګې په لار دی.

د دغه وزارت ویاند نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې د خپلې اوونیزې خبري غونډه کې خبریالانو ته د وینا پر مهال ویلي چې هېواد یې سیمه ییز وضعیت ته په کتو په دې باور دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ضروري ده.

دا په داسې حال کې ده، په روانه اوونۍ کې په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې چې په نتیجه کې یې د جهوریت‎پال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ خپلې سیالې او د ډیموکراټیک ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن ته ماتې ورکړه او د خپل هېواد ۴۵م ولسمشر وټاکل شو.

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند په‎خپلې اوونیزې خبري غونډه کې په همدې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان سیاسي مشرتابه نوي ټاکل شوي امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې به لا پیاوړي کېږي.

نوموړي همدا رازد ترهګرۍ د مخنيوي او د سیمې د سولې او ثبات په شان د ګډو مقصدونو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان او امریکا ترمنځ نېږدې اړیکې ضروري وبللې.

ښاغلي ذکریا زیاته کړه:

"موږ په دې باور یو چې د ترهګرۍ پر ضد کامیابۍ او سیمه ییز امن او ثبات د ګډ مقصد د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان او امریکا ترمنځ نېږدې اړيکې او همکاري ضروري ده."

ښاغلي ذکریاد امریکا او پاکستان اړيکې پخوانۍ وبللې او هیله یې وښوده چې دا اړیکې به لا پراخې او پیاوړې شي.

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدا شان د افغان حکومت د هغه تورونو په ځواب کې چې وايي، پاکستان د حقاني شبکه وسله‎والو ته پر خپله خاوره پناه ځایونه ورکړی او د دې ډلې وسله‎وال دا خاوره د افغانستان پر ضد کاروي، ویلي:

"د روان کال له جولای راهیسې په افغانستان کې د حقاني شبکې ۸ قومندانان یا جګپوړي غړي د افغان ځواکونو له‎خوا وژل شوي چې له مخې یې دا څرګندېږي چې د حقاني نېټ ورک وسله‎وال یا مشران په کوم هېواد کې دي؟"

افغان حکومت او امریکايي چارواکي له تېرې ډېرې مودې راهیسې بیا بیا تور لګولی چې په افغانستان کې د خونړیو ترهګریزو بریدونو پلانوونکي د حقاني نېټ وسله‎وال په پاکستان کې مرکزونه لري او د دې هېواد خاوره د افغانستان پر ضد کاروي، خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې خپله خاوره به د هېڅ یوه هېواد پر ضد کارېدو ته پرېنږدي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG