د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

اوباما له ټرمپ سره د واک په انتقال او نورو مهمو مسائلو وغږېد

ولسمشر بارک اوباما له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له لیدنې وروسته وویل چې په یو لړ پراخو کورنیو او بهرنیو پالیسیو یې خبرې کړي دي.

اوباما وویل چې له دغو خبرو خوښ شو.

بارک اوباما د رسنیو په وړاندې ټرمپ ته وویل چې اوس د تاسو د بریا لپاره ټول هڅه کوو.

بارک اوباما د رسنیو په وړاندې ټرمپ ته وویل چې اوس د تاسو د بریا لپاره ټول هڅه کوو.
بارک اوباما د رسنیو په وړاندې ټرمپ ته وویل چې اوس د تاسو د بریا لپاره ټول هڅه کوو.

نوموړي وویل:

"له ټولو زیات زه غواړم تاسو منتخب ولسمشر ته ټینګار وکړم چې اوس ټول ستاسو د بریا لپاره خپلې هڅې کوو. ځکه که تاسو بریالي شئ ټول هېواد بریالی کېږي."

ښاغلي اوباما وویل، اوس مهمه دا ده چې د هر ډول سیاسي او ټولنیز دریځ په نه پام کې نیولو سره ټول د ستونزو په وړاندې یو لاس شو.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ۲۷۹ انتخاباتي کالجونو په ګټلو د دغه هېواد ۴۵ ولسمشر انتخاب شو او تمه ده جنوري په شلمه لوړه وکړي.

ټرمپ سپینې ماڼې ته یوازې ولاړ نه؛ له هغه سره یې مرستیال مایک پنس، مېرمن میلانیاټرمپ او ځینې سلاکاران هم ملګري و.

د امریکا د ولسمشر اوسني مرستیال جوبایډن د ټرمپ له مرستیال مایک پنس او میلانیا ټرمپ له لومړۍ مېرمنې میشل اوباما سره بېلابېلې لیدنې وکړې.

د ټرمپ او اوباما تر منځ خبرې د شاوخوا یو نیم ساعت لپاره اوږدې شوې.

په لومړي سر کې نه ټرمپ او نه یې سلاکارانو رسنیو ته دا اجازه ورکړه چې له هغه سره واشنګټن ته ولاړ شي او د دې لیدنې پوښښ ورکړي.

ټرمپ له اوباما سره د ګډې لیدنې په پای کې رسنیو ته په لنډه وینا کې وویل چې که څه هم دا خبرې له پلانه اوږدې شوې خو په ټولو ښو او سختو مسائلو وڅرخېدې.

"موږ په بېلابېلو مسائلو خبرې وکړې. ځیني دا مسائل فوق العاده ښه و او ځیني هم په مهمو خو سختو مسائلو څرخېدې."

ډونالډ ټرمپ وویل چې دا لیدنه د هغه لپاره یو ویاړ و او په راتلونکي کې هم غواړي چې له اوباما سره خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره سې شنبه ژمنه وکړه چې له ډیموکراټ حکومت نه جمهوري غوښتونکي حکومت ته د واک د اسانه انتقال لپاره کار کوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG