د لاسرسي لېنکونه

امريکايي چارواکو پرون وويل، د دغه هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولاى شي له ايران سره پر اټمي موضوع له شوې موافقې څخه ځان وباسي او لکه څنګه چې يې ژمنه کړې وه دا موافقه له منځه يوسي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ ويلي وو، داسې امکانات نه ويني چې ټرمپ دغه موافقه فسخ کړي ځکه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د ګڼو هېوادونو له خوا تصويب شوې ده.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر او نور امريکايي کارپوهان وايي، دغه موافقه له قانوني پلوه لازم الاجراء نه ده او د ولسمشر اوباما اجرائيه فرمان هم د بېرته اخېستو وړ دى.

د امريکا د خزانې وزارت پخواني چارواکي زچاري ګولډمن ويلي ښاغلى ټرمپ کولاى شي دغه موافقه فسخ کړي.

XS
SM
MD
LG