د لاسرسي لېنکونه

د امريکا د خزانې وزارت پرون په سوريه کې په القاعده پورې د تړلې ډلې النُصره جبهې پر څلورو مشرانو بنديزونه ولګول.

النُصره جبهه د امريکا متحدو ايالتونو او روسيې د اختلاف په يوه سرچينه بدله شوې ده.

مسکو ادعا کوي څرنګه چې النصره جبهه په سوريه کې د رژيم له مخالفو ډلو سره يوځاى خپلې حملې تنظيموي، امريکا د دې ډلې جنګياليو ته څه نه وايي، ځکه امريکا د سوريې د رژيم پر ضد د روانې جګړې ملاتړ کوي.

خو د امريکا د خزانې وزارت دا وروستى اقدام څرګندوي چې واشنګټن لا هم النصره جبهې ته د تروريستي سازمان په سترګه ګوري.

د دغو بنديزونو هدف د دې ډلې د پوځي وړتيا، جلب و جذب او مالي فعاليتونو شنډول دي.

امريکايي اتباع هم له هغو کسانو سره له کار و باره منع شوي چې بنديزونه ورباندې لګېدلي دي.

د امريکا د خزانې وزارت د النصره جبهې پر څلورو مشرانو دغه بنديزونه لګولي: عبدالله محمد بن سليمان المحيسني چې د سوريې په شمال کې دې ډلې ته جنګيالي جلبول، جمال حسين زينيه چې په سوريه او عراق کې د دې ډلې عمليات د پلان مسوول و، عبدول جاشاري چې د النصره سلاکار او د دې ډلې د جنګياليو کورنيو ته د مالي مرستو په برابرولو کې همکاري کوله اواشرف احمد فاري العلاک چې د دې ډلې پوځي قوماندان و.

XS
SM
MD
LG