د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې قومي، ژبنیو او سمتي مسائلو ترڅنګ د خلکو تر منځ مذهبي اختلافونو ته په لمن وهلو سره هېواد د بې ثباتۍ په لور بوځي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب د پنجشنبې په ورځ کابل کې د قومي اختلافونو په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې به جدي هڅې کوي.

ښاغلي منیب دغه شان د مذهبي اختلافونو لپاره دسیسې له قومي اختلافونو خطرناکه وګڼلې او په هېواد کې د دا شان اختلافونو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

دی وايي:

"هغه دسیسه چې د قوم، ژبې او سمت په خاطر روانه ده، داسې دسیسه ده چې پانګونه پرې کېږي، د لوړ پوړو چارواکو په کچه استخدامېږي له همدې امله دغه دسیسه د علاج وړ ده، خو که دښمنان پرې بریالي شول بیا نو دا هېواد له یووالي او بیا جوړونې پاتې کېږي او په رېښتیني ډول د بربادۍ په لور ځي."

ښاغلي منیب دغه شان د اختلافونو د مخنیوي او سولې د ټينګښت برخه کې د عالمانو په رول ټینګار وکړ او د ملي وحدت د حکومت له مشرانو یې هم وغوښتل چې په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال چې په ورته وخت کې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر هم دی دغه څرګندونې د یاد ګوند د عالمانو مجمعې په پرانېست غونډه کې وکړې.

افغان علما

افغان علما

دغه مجمع په هېواد کې د سولې ټینګښت، ملي یووالی، د افغانستان په بیارغونه کې د ونډې اخېستلو، د اسلامي فرهنګ د ترویجولو او د اختلافونو د حل په هدف جوړه شوې ده.

دغې مجمعې د یوې پرېکړه‎لیک په صادرولو سره هېواد کې د سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلان کړ او د حکومت مشرانو تر منځ د یووالي او په سیاست، واک او مشورې ورکونه کې د عالمانو د شریکولو او کابل کې د یوه دارلعلوم د جوړولو غوښتونکې شوه.

په دغه غونډه کې د حرکت انقلاب اسلامي د ګوند عالمانو د مجمعې مشر مولوي محمد نور هم د قومي او مذهبي اختلافونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه د محمعې له غړو عالمانو یې وغوښتل چې د دغو اختلافونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

نوموړی وايي:

"موږ باید هڅه وکړو چې هېواد کې مو مذهبي اختلاف رانه‎شي، عقیده‎يې اختلافات رانه‎شي، یو موټی واووسو."

نوموړي هم د اختلافونو د ختمولو ترڅنګ سوله یوه اړتیا وګڼله او له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې په هېواد کې د سولې ټینګښت په خاطر له خپلو غوښتنو په شاه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت مشرانو تر منځ وروستیو اختلافونو ته په پام سره ګڼ شمېر بنسټونو له دې امله خپله اندېښنه څرګنده کړې او د خبرو له لارې یې د حل غوښتونکي شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ستر سلاکار فاروق وردګ چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، په قومي او مذهبي برخه کې یې د دسیسو موجودیت ومنلو ویې ویل چې په دې برخه کې د عالمانو رول ډېر مهم دی.

XS
SM
MD
LG