تمه ده چې سبا به د ۸۵ لوبغاړو ترمنځ په کابل کې د موی تای سیالۍ پيل شي.
د افغانستان موی تای فدراسیون مسؤل علي ظمر عاطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې به د کابل ښار د ټولو کلپونو لوبغاړي ګډون وکړي.
ښاغلی عاطفي وایي چې دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په هدف پیل شوي دي.
نوموړی وایي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به په بامیان کې هم د موی تای د کلپونو ترمنځ سیالۍ پیل شي.