د فوټبال ډګر کې د اسپانیا دوه سرسخته سیالان بارسلونا او ریال مادرېد ټیمونه به د روانې میلادي میاشت په ۱۲مه نېټه د سیالۍ میدان ته ووځي.
دغه د فوټبال دوه وتلي ټیمونه په نړۍ کې تر ټولو ډېر مینهوال او لیدونکي لري.
د ریال مادرېد او بارسلونا ټیمونه به د الکلاسیکو په نوم په سیالي کې سره ولوبېږي.
دغه سیالۍ به د نوومبر په ۱۲مه نېټه د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۷ بجو او ۳۰ دقیقو د بارسلونا په نیوکمپ سټدیوم کې ترسره شي.
دا د اسپانیا په لالیګا سیالیو کې دالکلاسیکو ۲۳۱مه سیالي ده.