د لاسرسي لېنکونه

د انتخاباتي کمېسیونو د غړیتوب لپاره هغه وروستی لېست چې ولسمشر ته استول شوې اته ښځې هم په‎کې شاملې دي.

د غوراوي کمېټې د پنجشنبې په ورځ د دغه کمېټې له لوري ولسمشر ته د استول شوي وروستي لېست نومونه له رسنیو سره شریک کړل.

د دغه کمېتې غړې ماري اکرمي وايي:

"موږ وکړای شول چې دا ځل داسې ابتکار وکړو څو مېرمنې په سمبولیکه توګه د هېواد په سیاسي چارو کې رول ونه لوبوي."

ولسمشر ته په استول شوي لېست کې د ملي شورا د ځینو پخوانیو غړو نومونه هم شته.

ولسمشر به د هغه ۳۶ کسانو له ډلې چې د غوراوي کمېټې یې لېست ورته استولی اووه تنه به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پنځه کسه به د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره د کمېشنرانو په توګه غوره کړي.

XS
SM
MD
LG