د لاسرسي لېنکونه

ملګري ملتونه وایي، یو ترکي قاضي د رجب طیب اردوغان پرضد د جولای د ناکامې کودتا په تور نیول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نړیوالو جنایي محکمو رئیس تیودور مېرون د چهارشنبې په ورځ وویل، انقره باید سمدستي قاضي ایدین صفا اکه له توقیفه خوشې کړي.

مورین زیاته کړه چې د ډیپلوماټیک مصؤنیت سربېره، اکه د سېپټمبر په ۲۱مه په ترکیه کې د جولای د کودتا په تړاو نیول شوی دی.

اکه د قاضیانو د هغه پنځه کسیزې ډلې غړی دی چې په جولای میاشت کې یې د روندا د پلان د پخواني وزیر اوګوستین ناګیرابتواري دوسیه له سره وکتله.

XS
SM
MD
LG