د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د انتخاباتو د غوراوي کمېټې ۳۶ تنه ولسمشر اشرف غني ته د چهارشنبې په مازدیګر معرفي کړل، ترڅو له دې ډلې څخه اووه تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره انتخاب کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډيو ته وویل:

"لېست رسیدلی دی. د دې لپاره چې ښه نتیجه ترلاسه شي باید په دقت کار وشي، ښایي څه وخت پرې تېر شي خو دا پروسه مهمه او حیاتي ده."

مینه‎پال دا ونه ویل چې څومره وخت به ونیسي، خو ده زیاته کړه چې ولسمشر به له هر غړي سره مرکې وکړي او ښایي دا مرکې د بهیر د بشپړ شفافیت لپاره له رسنیو سره هم شریکې شي.

چارواکي وایي، کوم کسان چې دواړو کمېسیونونو ته معرفي کېږي هغوی به په کمېسیونونو او د کمېشنرانو د واک او صلاحیت په برخو کې اصلاحات راولي.

XS
SM
MD
LG