د لاسرسي لېنکونه

د قرغزستان د پارلمان غړیو نوی حکومت تصویب کړ. په دې حکومت کې د پخواني حکومت اکثر وزیران یا په خپل وزارت کې پاتې شوي یا بل وزارت ته معرفي شوي دي.

پارلمان د صدراعظم سرونبي جینبیکوف، کابینه پرون تائید کړه. جینبیکوف په خپله بیا صدرارت ته معرفي شوی دی.

په نوې کابینې کې یوازې د صدرارت مرستیال بدل شوی، خو د صدارت پخوانی مرستیال د پوهنې وزیر شوی دی.

د پخوانۍ کابینې د پنځو نورو وزیرانو ځایونه هم تبدیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG