د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

ولسمشر د غوراوي کمېټې له لوري انتخاب شویو کسانو سره مرکې کوي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني غواړي چې د غوراوي کمېټې له لوري د انتخاباتو د کمېسیونونو لپاره له انتخاب شویو کسانو سره مرکې وکړي.

د غوراوي کمېټې غړو له ولسمشر سره د چهارشنبې ورځې مازیګر په ارګ کې وکتل او د غوره شویو کسانو لېست‌یې وروسپاره.

په دې کتنه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم برخه لرله.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې بهیر کې د شفافیت لپاره به اوس یو لړ هڅې وشي.

دی وايي:

"د غوراوي کمېټې په ډېر روڼوالي او دقت باندې کار وکړ او لېست‌یې نهایي کړ. تر دې وروسته به ولسمشر له هغو کسانو سره چې د غوراوي د کمېټې له لوري یې نومونه نهايي شوي دي، مرکې وکړي. یو انتخاب دا هم دی چې کېدای شي دغه مرکې د رسنیو له لارې هم خپرې شي. د دې لپاره چې دا پروسه نوره هم شفافه شي پر دې به د مدني ټولنو او اړونده ادارو کسان هم په‎کې ښکېل وي."

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د ملي وحدت حکومت څه باندې دوه کاله مخکې د خپل کار د پیل په وخت ژمنه کړې وه چې په انتخاباتي نظام کې به اصلاحات راولي.

ولسمشر غني دوه ځله د انتخاباتو په اړه تقنیني فرمانونه ملي شورا ته واستول خو رد شول او بیا یې په ژمي کې کله چې ملي شورا په رخصتیو وه تقنیني فرمان صادر کړ.

دغه فرمان د وزیرانو شورا تصویب او ولسمشر توشېح کړ چې له دې سره د غوراوي د کمېټې کارونه پیل شول.

د غوراوي کمېټې ۲۱تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو په توګه ولسمشر ته معرفي کړي او ۱۵ تنه هم د شکایتونو د کمېسیون لپاره معرفي شوي دي.

له دې ډلې به ولسمشر ۷ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۵ تنه د شکایتونو د کمېسیون لپاره غوره کړي.

له شویو پرېکړو سره سم به دا کسان دا صلاحیت ولري چې د کمېسیون دننه اصلاحات راولي.

همداراز د کمېشنرانو په واک او قوانینو او مقرراتو کې اصلاحات رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG