د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

ترابي: افغانستان د بې کېفیته تیلو د قاچاق په بازار بدل شوی


افغانستان ته د بې کېفیته تیلو قاچاق، د قاچاقبرانو بازار تود ساتلی چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ارزونې د ګډې کمېتې په خبره، يو شمېر دولتي چارواکي او افغان سوداګر هم په‎کې ښکېل دي.

د دغه کمېټې موندنې ښيي چې د دغه فساد زېږنده چې د افغانستان تور اقتصاد يې رامنځته کړی، د افغانستان او ناټو ترمنځ د تیلو د پېر په هوکړه‎لیک کې رېښې لري.

د دغه کمېټې اجرائیوي رئیس یما ترابي د چهارشنبې په ورځ د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د یادې برخې یو شمېر پخوانیو چارواکو له دې لارې ډېرې پیسې ترلاسه کړي چې د دوی په وینا حکومت لا تر اوسه ورڅخه بې خبره دی.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ارزونې ګډه خپلواکه کمیټې رئیس یما ترابي
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ارزونې ګډه خپلواکه کمیټې رئیس یما ترابي

ښاغلي ترابي زیاته کړه:

"دغه راپور ښيي چې د تیلو تولید او افغانستان ته يې وارېدېدل، د افغانستان د تور اقتصاد يوه کلیدي برخه جوړوي او له بده‎مرغه حکومت او اړوند ارګانونو چې باید مخینوی یې وکړي په‎خپله په کې شریک دي. اصلي فکتور او رېښه يې د افغانستان او ناټو ترمنځ د تېلو هوکړه‎لیک دی چې په کې افغان ځواکونو ته د تیلو په واردولو او اخېستلو کې د مالیې له ورکړې خلاص دي."

د افغان حکومت او ناټو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‎لیک له مخې بهرنیو او افغان ځواکونو ته د تېلو پېر او واردول له مالیې څخه معاف دي.

ښاغلی ترابي په ان دی چې د افغانستان جنګ لویه برخه له اداري فساد سره تړلې ده چې د مالیې نه ورکړې جوازونو افغانستان ته په غیر قانوني توګه د بې کېفیته تېلو واردولو ته لار هواره کړې ده.

زیاتره هغه تېل چې په غیر قانوني توګه د افغانستان له پولو په ځانګړي توګه د ایران له لارې افغانستان ته وارېدېږي، د مک يا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ارزونې ګډې کمېتې د موندنو له مخې زیاتره يې د افغان ځواکونو لپاره پېرل کېږي.

خو ایا افغان حکومت په رښتیا له دغه وضعیته نا خبره دی؟

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"فساد که له هرې منبع او څانګې څخه وي،که په صادراتو او یا هم د وارداتو برخه کې وي، افغان حکومت به ورسره مبارزه کوي او ختمولو ته يې ژمن دی."

خو دا چې افغانستان ته د بې کېفیته تیلو قاچاق د افغانستان او ناټو ترمنځ په لاسلیک شوي هوکړه‎لیک کې رېښې لري او کنه په دې اړه ښاغلي مینه‎پال څه ونه ویل ټینګار یې وکړ چې دوی يې په وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

په دې لړ کې د افغانستان په عامې روغتیا وزارت کې فساد او په ولایتونو کې د اړیکو له مخې د کسانو ګمارل بله موضوع ده چې دغې کمېټې ورڅخه پرده پورته کړه.

د راپور په دې برخه کې چې په تېر يو کال کې چمتو شوی، له ۱۷۰ هغو کسانو سره خبرې شوي چې د اړیکو له مخې یې د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته لار موندلې ده.

دغه کمېټه وايي، د عامې روغتیا برخه کې د فساد له‎منځه وړلو لپاره يې دغه وزارت ته ۱۱۵ سپارښتنې سپارلي او دغه موضوع به دوی په جدي توګه وڅاري.

له دې ټولو سره-سره ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د عامې روغتیا وزارت په ګډون په ټولو دولتي ادارو کې د فساد په وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG