د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې یو لس کلن ماشوم د داعش جنګیالو له مرکز څخه په تېښته بریالی شوی.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقيوال نن ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل، ماشوم سیف الرحمن نومېږي او د لوګر ولایت اوسېدونکې دی.

ښاغلی مشرقیوال زیاتوي یاد ماشوم په سیمه کې د هسکه مېنه ولسوالۍ پولیسو ته ځان سپارلی دی.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې داعش جنګیالیو یو شمېر ملکيان برمته کړي دي.

XS
SM
MD
LG