د لاسرسي لېنکونه

د ويکي‎لیکس مشر جوليان اسانج ويلي، د ډموکراټ کانديدې هيلري کلېنټن د زرګونو ايمېلونو په افشا کولو سره يې هدف د امریکا ولسمشريزو ټاکنو اغېزمنول نه وو.

اسانج پرون په یوه اعلاميه کې ويلي: په وروستيو مياشتو کې ويکي‎لیکس او موږ په خپله تر ډېر فشار لاندې يو چې دغه هر څه خپاره نه‎کړو.

زما غوښتنه دا نه ده چې د انتخاباتو نتايج اغېزمن کړو.

د ويکي‎ليکس له‎خوا افشا شوي زرګونو ايمېلوه د هيلري کلېنټن د کمپاين له مدير جان پوديستا څخه هک شوي وو. اسانج هېڅ کله نه‎دي ويلي چې دا افشا شوي ايمېلونه يې له کومه تر لاسه کړل.

خو د امریکا د انټرنیټي امنيت متخصصين وايي، دا کار د روسيې په ملاتړ هککرانو کړی دی.

ايف بي ای په دې اړه پلټنې کوي چې ایا روسيه د سږکال د سياسي اسنادو په افشا کولو کې لاس لري که نه.

اسانج د هر ډول روسي مداخلې خبرې ردوي.

XS
SM
MD
LG