د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

کارپوهان: امریکا ښايي د ډیپلوماسۍ پرځای په زور اتکا وکړي


یو شمېر افغان کارپوهان وايي، له کومه چې په امریکا کې جمهوریت غوښتونکي تر ډېره د ستونزو په هوارۍ کې د ډیپلوماسۍ پرځای په زور اتکا کوي نو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له دغه سیاسته استثنا نه‎شي کیدای.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدل په دې معنی ده چې امریکایان به له دې وروسته د خپلو پلانونه په عملي کېدو کې د نرم سیاست نه کم خو له زوره به ډېره استفاده وکړي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم

ښاغلي خادم زیاته کړه:

"معنی دا ده چې د ټرمپ په پالیسو کې به تر ډېره د ټوپک ژبه یا تر ډېره د مرمیو او باروتو مالګه زیاته موجوده وي."

جمهوریت پال ډونالډ ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو کې د زیاتو انتخاباتي هیئتونو په ګټلو د امریکا د پنځه څلوېښتم منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي ټرمپ د ولسمشر په توګه لومړني وینا کې ژمنه وکړه چې د نړۍ له هېوادونو سره به د تقابل پرځای د ښو اړیکو پرمټ د امریکا ګټې خوندي کړي.

د افغانستان ارګ ماڼۍ هم د امریکا خلکو ته د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکنې له کبله د مبارکی ترڅنګ هیله ښودلې چې د کابل او واشنګټن اړیکې به لا پسې پیاوړې شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال وویل:

"د ډونالډ ټرمپ د ټاکنې په اړه په خپله ولسمشر ده او د امریکا ولس ته مبارکي وايي، امریکا او افغانستان دوه سټراټیژیک ملګري دي او زموږ هیله دا ده چې دا اړیکې لانورې پیاوړې شي او وغوړېږي."

د کابل پوهنتون استاد او سياسي کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، که څه هم د امریکا جمهوریت غوښتونکي د ډیموکراټانو په پرتله جدي دي خو د افغانستان په اړه یې نظر دومره متفاوت نه‎دی.

د ښاغلي ستانکزي په خبره د امریکا متحده ایالات د خاصو مجبوریتونو له کبله هم نه غواړي چې د افغانستان په قضایاوو کې له ښکیلتیا ځان وباسي.

د کابل پوهنتون استاد او سياسي کارپوه نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون استاد او سياسي کارپوه نصرالله ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې امریکا نه‎شي کولای د یوې اړتیا پر بنا ډېر عمده او سټراټیژیک تغیرات راولي؛ ولې سیمه کې حالات په دې ډول شکل نیسي چې که امریکا هر څومره دا میدان پریږدي نور سیالان یې لکه روسیه، چین او ایران صحنې ته داخلیږي."

د ښاغلي ستانکزي په خبره دا چې افغانستان د امریکا له متحدو ایالتونو سره سټراټیژیک تړون لري نو افغان حکومت کولای شي له دغه تړونه په استفادې د متحدو ایالتونو له نوي مشرتابه سره هم ښې او پر متقابل درناوی ولاړې او ټینګې اړیکې وپالي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG