د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

هېواد: امریکا انتخاباتي پایلې پر افغانستان نېغ په نېغه اغېز لري


کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپلې سر مقاله کې لیکلي، دا ځل د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ ټوپیر لږ نه ډېر دی خو که هر نوماند بریالی شي په سټراټېژیکو پالیسو کې به یې ډېر څرګند بدلون رانه‎شي.

د سرمقالې لیکوال دا خبره په دې دلیل کوي چې د امریکا په څېر د لویو هېوادونو سیاستونه د بیروکراسۍ یوه خاصه ډله جوړوي چې ولسمشر او نور چارواکي په‎کې بدلون نه‎شي راوستلای.

خو په سر مقاله کې وړاندې راغلي، سره له دې چې افغانستان او سیمه د امریکا په بهرني سیاست کې اوس هم پخوانی لومړیتوب لري خو ټرمپ او هيلري کلېنټن دواړه پرې چوپ وو.

دسرمقالې لیکوال لیکلي افغانان باید د امریکا د هېڅ ولسمشر او چارواکي د رحم او کرم هیله ونه‎کړي، دوی دې خپله غم په خپله وخوري.

د سولې او بین‎الافغاني تفاهم کومه لاره دې ومومي او له اوږد مهاله رنځه دې ځانونه وژغوري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې پر افغانستان نېغ په نېغه اغېز لري.

د سر مقالې لیکوال لیکلي، دلته ډېر ستر لومړیتوبونه او اړتیاوې شته چې د امریکا راتلونکی حکومت له افغانستان سره له پخوا ډېرو همکاریو او مرستو ته اړ باسي او دا مرستې به په اقتصادي ډګرونو کې لا پراختیا ومومي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي کله چې د امریکا همکاري له موږ سره پراخېږي نو لوېدیځه نړۍ، ناټو او نړیوال اسیايي بانکونه هم له افغانستان سره هرومرو اړیکې پراخوي.

دا ملګرتیا او همکاري به ترهګري او د هغوی روزونکي نور هم وځپي او هغه خطر به له‎منځه ولاړ شي چې افغانستان، امریکا او نړۍ ننګوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا له افغانستان سره په هېڅ تړاو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ښځو په رول مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د پوښتنې په توګه مطرح شوي، ایا د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هيلري کلېنټن احتمالي بریا کېدای شي چېد ښځو د غورځنګ بریا وګنل شي؟

په مطلب کې راغلي، د هیلري کلېنټن په رسمي ویب‎سایټ کې د امریکا د ښځو لپاره د ګڼو پروګرامو یو لېست خپور شوی او د خپل هېواد ښځو ته یې ګڼې وعدې ورکړې دي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې هیلري کلېنټن ویلي که بریالی شي نو خپله نیمه کابینه به ښځو ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG