د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

جلال اباد ښار کې د ګازي ریکشو پر ضد کمپاین پيل شو


په ننګرهار کې د ښاري نظم کمېسیون لخوا د جلال اباد په ښار کې د ګازي ریکشو څخه د ګازډبو د راټولولو کمپاین روان دی.

د دې کمېسیون مشر او د ننګرهار د چاپيریال ساتنې ادارې رئيس فضل الربي همیم ازادي راډيو ته وويل تر اوسه يې له سلګونو ریکشو څخه ګازډبې راټولې کړي او دا کمپاین لا هم روان دی:

همیم: له سلګونو ریکشو څخه ګازډبې راټولې شوي.
همیم: له سلګونو ریکشو څخه ګازډبې راټولې شوي.

"له ډېرو ریکشو نه مو ګازډبې ښکته کړي او چلوونکو ته مو لارښوونه کړې چې دوی د خپلو ریکشو سیسم معياري کړي او د ګاز ډبو پر ځای ګازي سیستم ورکي ولګوي چې ګاز لومړی تصفيه شي ځکه بیا دود نه کوي."

نوموړی وايي، ورځ تر بلې په جلال اباد ښار کې د ګازي ریکشو شمېر زیاتېږي او اکثره هغه کورنۍ چې له پاکستانه راځي هغوی يې له ځانه سره رالېږدوي چې دا د چاپېریال د ککړتیا لپاره ستره ننګونه ده:

"دا یو واقعیت هم دی او ډېر لوی ګواښ دی چې د جلال اباد ښار وړوکی دی او هره ورځ په کې ریکشې اضافه کېږي موږ په خپله طرحه کې د دې یادونه هم کړې ده چې له پاکستانه د ریکشو د راتګ مخنیوی وکړي."

روغتيا پوهان هم په ښار کې د ګازي ریکشو شتون د صحت لپاره مضره ګڼي.

ډاکټر مجیب الرحمن لقماني وايي، د ګازي ریکشو د دود له امله انسان ته د نورو تکلیفونو ترڅنګ د سږو سرطان رسېږي.

دی وايي، که دغه کمپاین په درست شکل مخکې ولاړ شي نو د روغتيا له پلوه به په ښار کې ډېر مرضونه کنټرول شي:

"د ریکشو لوګی د انسان د صحت لپاره ډېر ضرر لري له دې دود نه د مرۍ اساسيت پيدا کېږي د سږو سرطان هم له دې پيدا کېږي دا کمپاین ډېر ګټور دی باید دوامداره شي."

لقمان: د ریکشو لوګی د انسان د صحت لپاره ډېر ضرر لري.
لقمان: د ریکشو لوګی د انسان د صحت لپاره ډېر ضرر لري.

په ورته وخت کې د ګازي ریکشو چلوونکي هم دا مني چې په ریکشو کې ګازو نادرست استعمال د صحت او چاپيریال ته تاوان رسوي، خو دوی بیا ځان ګرم نه ګڼي او وايي، خلک غریب دي او د مجبوریت له مخې ګازي ریکشې چلوي ځکه دا ورته ارزانه تمامېږي:

"بلکل دا مضر دی، خو څه وکړو غریب یو، د مجبوریته ګاز استعمالوو، تېل خو ګران دي ګاز موږ ته ارزانه تمامېږي.

"بس څه وکړو غریبي ده او که دا کمپاین د ګازو د لوګي په اړه يې بیا یوازې ریکشې نه دي ځينې موټرې هم لوګی کوي هغوی په اړه هم باید دا کمپاین وي."

د ښاري نظم کمېسیون په جلال اباد کې د ټولو ریکشو خاوندانو ته درې میاشتې وخت ورکړی چې خپلې ریکشې د ټرافیکو په مدیریت کې ثبت او ګازي سیستم يي معياري کړي کنه دوی به په راتلوونکې کمپاین کې ناراجستر شوې او ګازي ریکشې له ښاره راټولې کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG