د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، راتلونکې اوونۍ د برېښنا د پوروړو یو بل لیست هم د رسنیو له لارې اعلانوي.
د معلوماتو له مخې په دې لیست کې د مرکز کابل ورهاخوا د ولایتونو د پوروړو نومونه شامل دي.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کابل کې د پوروړو څخه یوازې دریو کسانو خپل پورونه ادا کړي دي.
یوسف ځدراڼ د ښاغلي توحیدي سره مرکه کړي او په پیل کې یې د پوروړو لیست د افشا په اړه پوښتلي دي: