د لاسرسي لېنکونه

ایران د فرانسې د انرژۍ له یوې کمپنۍ ټوټال سره یوه هوکړه‎لیک لاسلیک کړی څو د ایران په سواحلو کې د ګازو ستر تاسیسات رامنځ ته کړي.

دا له هغې راوروسته چې له ایرانه نړیوال بندیزونه لېرې شوي دي، د انرژۍ له یوې لویدیځې کمپنۍ سرهد تهران لومړنی لوی قرارداد ګڼل کېږي.

د سې شنبې په ورځ ټوټال کمپنۍ په یو بیان کې وویل چې دوی به ”د چین پیترولیمو د ملي کارپوریشن“ او د ایران ”پیټرو فارس“ په ګډون د هغه کنسرسیوم مشري وکړي چې غواړي د جنوبي فارس د ګازو په تاسیساتو کې د یو لسم فاز په نوم د نړۍ د ګازو لویه دستګاه رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG