د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

تفتیش عالي اداره: د ۱۳۹۴کال مالي بودجې ۴۶ سلنه نه‎ده مصرف شوې


د تفتیش عالي اداره وايي، د افغانستان امنیتي ادارې نه دي توانیدلي چې په ۱۳۹۴ کال کې خپله عادي بودجه مصرف کړي.

د دغې ادارې مسؤلانو د سې شنبې په ورځ د ۱۳۹۴کال د قطعیې په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په ۱۳۴۹ کال کې څه باندې ۴۳۶ میلیارده افغانۍ ملي بودجه ټاکل شوې وه چې ۲۸۴ میلیارده یې عادي بودجه او ۱۵۳یې پراختیايي بودجه وه.

د تفتیش عالي ادارې مرستیال محمد مهدي حسیني وویل، د افغانستان امنیتي ادارې نه‎دي توانیدلي چې ۱۳۹۴ کال کې خپله عادي بودجه مصرف کړي.

حسیني زیاتوي:

"د ۲۸۴ میلیارده افغانۍ عادي بودجې څخه ۲۳۵ میلیارده افغانۍ یې مصرف شوې او څه باندې ۴۸ میلیارده افغانۍ یې نه‎دي مصرف شوي، له ۴۸ میلیارده افغانیو څخه چې نه دي مصرف شوي ۳۲ میلیارده افغانۍ یې د دفاع وزارت او ۱۴ میلیارده افغانۍ یې د کورنیو چارو وزارت دي چې په حقیقت کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مجموعي عادي بودجې د نه مصرف ۹۵ سلنه برخه خپله کړې."

حسیني وویل چې د ۱۳۹۴ کال د مالي بودجې ۲۵ سلنه د کورني عوائدو څخه او پاتې برخه یې د بهرنیو مرستو څخه وه.

ښاغلي حسیني وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې د ۶۰۶ پروژو څخه ۱۵۸ پروژو چې ۲۶ سلنه جوړوي هېڅ ډول فعالیت نه‎ درلود او هېڅ راز لګښت یې نه دی کړی.

د هغه په خبره ۱۷۲ پروژو له پنځوس سلنې څخه کم مصرف کړی.

دی وايي:

"هغه پروژې چې په قطعیه کې دي او باید تطبیق شوي وای؛ ۶۰۶ پروژې وې چې متأسفانه له دغې جملې څخه ۱۵۸ پروژو هېڅ ډول فعالیت نه درلود او مصارف یې صفر وو."

حسیني وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې د پروژو د نه تطبیق له امله ۱۲۱ میلیونه ډالر بیرته نړیوالو ته ورغلي.

د ۱۳۹۴ کال د بودجې د نه مصرف په اړه دا راپور داسې مهال وړاندې کېږي چې له دې مخکې د افغانستان ولسي جرګې هم د بودجې د نه مصرف له امله د یو شمېر وزیرانو د استیضاح خبره کړې ده.

خو په ورته وخت د اقتصادي چارو کارپوه بصیبر رنجبر وايي چې د وزیرانو استیضاح تر هغه ګټه نه کوي څو منظم پلان او د بودجې د تطبیق لپاره دقیق سنجش نه وي موجود.

ښاغلی رنجیر ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید اړوندې ادارې سره همغږې شي.

XS
SM
MD
LG