د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

ماليي وزارت د ۱۳۹۶ بودجې مسوده مشرانو جرګې ته وسپارله


د افغانستان د مالېې وزیر د مشرانو جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې د هېواد حساس وضعیت ته په کتو د ۱‍۳۹۶ کال ملي بودجه تر دوو اونیو تائید او د راتلونکو پړاونو لپاره یې ولسي جرګې ته ولېږي.

د مالېې وزات وايي چې د ۱۳۹۶ کال لپاره ټوله ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ملي بودجه ځانګړې شوې چې له دې څخه ۲۸۷ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۷۸ میلیارده افغانۍ پراختیایي بودجه ده.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د بودجې دا مسوده مهمو اړتیاوو ته په کتو په دقت سره تیاره شوې ده.

دی وايي:

"د ۱۳۹۶ کال ملي بودجه د افغانستان پراختیايي پرواګرامونو او مالي امکاناتو ته په کتو، اقتصادي پیاوړتیا، د ادارو د لګښت ظرفیت او د نړیوالو په وړاندې د افغان حکومت ژمنو ته په پام جوړه شوې ده."

هغه وايي چې د ۱۳۹۶ کال بودجه کې امنیتي سکتور او زیربناوو برخې ته لومړیتوب ورکړل شوی چې له دې ډلې څخه ۳۶ سلنه یې امنیت او ۲۱ سلنه یې زیربنایي برخو ته ځانګړي شوې ده.

ښاغلي حکیمي وايي چې د ۱۳۹۶ کال په ملي بودجه کې ۱۱۷ نوي پراختیایې پروژې هم شاملې دي.

ښاغلی حکیمي زیاتوي:

"د ۱۳۹۶ کال په بودجه کې ۱۱۷ لویې، متوسطې او وړې نوي پروژې په پام کې نیول شوي دي، د یادولو وړ ده چې په وروستیو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په دومره اندازه پروژې زموږ په ملي بودجه کې شاملې شوي دي."

نوموړی وايي چې د ټولو ژمنو سره د بودجې لګښت یوه ستره ستونزه ده چې دې کار د مرستو په جذبولو اغېز کړی دی.

هغه د دې ستونزې دلیل د ادارو له‎خوا د لازم پلان نه شتون، په تدارکاتي او بودجوي برخو کې د ادارو ټيټ ظرفیت، فساد او د مکافاتو او مجازاتو د سیسټم نه شتون یاد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې په دې وروستیو کې د وزارتونو له‎خوا د بودجې په نه مصرف بیا بیا انتقادونه کړي او ویلي ېې دي، هغه وزیران به استیضاح کړي چې له ۷۰ فیصدو څخه یې کمه بودجه لګولي ده.

د ماليې وزارت وايي چې د ملي شورا له غړو سره یې مشوره کړي او د راتلونکي کال په نیمایې کې به د هغو ادارو بودجه نورو پیاوړو اداو ته وسپاري چې دوی یې د لګولو وړتیا نه‎لري.

د مشرانو جرګې غړو په دې غونډه کې ټينګار کاوه چې د بودجې مسوده کې باید د دوی نظرونه په پام کې ونیول شي.

له دې سره د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ژمنه وکړه چې د مالي کال بودجه به په خپل وخت تصویب کړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ژمنه وکړه چې د مالي کال بودجه به په خپل وخت تصویب کړي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ژمنه وکړه چې د مالي کال بودجه به په خپل وخت تصویب کړي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"تېر مازدیګر موږ په دې اړه د ولسمشر او مالېې وزیر سره په تفصیل خبرې کړي دي، دوی وویل د دې تر څنګ چې تاسې خپل نظرونه وايي، د دې یوه کاپي جمهوري ریاست او د مالېې وزارت ته هم ولېږي چې د هغې له مخې موږ ستاسې نظرونه واخلو، او انشاالله موږ ژمنه کوو چې بودجه پر خپل وخت تصویبوو."

په ورته وخت کې د مالیې وزیر په روان کال کې د عواېدو له لوړېدو وویل او ټینګار کوي چې د راتلونکي کال د کورنیو عوایدو اندازه به تر ۱۵۰ میلیارده افغانیو پورې ورسوي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG