د لاسرسي لېنکونه

جمهوري ریاست وایي، په کندز کې د ملکیانو د وژنې پېښه جدي او بې طرفانه څېړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل چې د کندز خلک، مدني فعالان او زیانمن شوي کورنۍ له لېږل شوي حکومتي پلاوي سره په دغو څیړنو کې همکاري لري.

"د کندز پيښې په اړه حکومت جدي دی. کوم پلاوی چې له کابله هلته تللی، تخنیکې څېړني کوي او پایلي یې له ولس سره شریکېږي."

ښاغلی مینه پال وایي د څېړنو نتیجه به له خلکو سره شریکه شي.

په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالانو نن په یوه غونډه کې د کندز پېښه وغندله او هغه یې غیرانساني او غیر اسلامي عمل وباله.

په دغه پېښه کې چې د کندز په بُز کندهاري سیمه کې تېره اونۍ وشوه، د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۱ ملکیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG