د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

امریکایان به نن سې شنبه د نوي جمهور رئیس ټاکلو لپاره د رأیو مرکزونو ته ولاړ شي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ او د ډموکراتانو کاندیده هېلري کلېنټن د انتخاباتو د ګټلو په تمه دي او د دوشنبې د ورځې تر پایه‌یې انتخاباتي مبارزه وچلوله.

د امریکا خلک به نن خپل ۴۵ ولسمشر یا ولسمشره وټاکي.

د رأیو مرکزونه به د واشنګټن پر وخت د سهار په شپږو چې کابل کې د ماسپښين له درې نیمو بجو سره برابرېږي، پرانیستل شي.

د امریکا یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي پولیس د رأیو د مرکزونو د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

د امریکا په‎د ې انتخاباتو کې د ډموکراټانو کاندیده هېلري کلېنټن او د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ مخکې دي او د جمهوري ریاست ګټلو لپاره‌یې شدیده مبارزه وکړه.

کلېنټن او ټرمپ پرون هم په خپلو کې شدید انتقادونه وکړل.

ډونالډ ټرمپ فلوریدا کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال، هېلري کلېنټن په درغلۍ او اداري فساد کې په لاس درلودلو تورنه کړه.

ډونالډ ټرمپ: ریښتینی بدلون په حکومتي چارو کې د ریښتینولۍ راوستل دي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه:

"ریښتینی بدلون په حکومتي چارو کې د ریښتینولۍ راوستل دي. هېلري کلېنټن د جمهوري ریاست لپاره تر اوسه، تر ټولو زیاته په فساد کې ککړه کاندیده ده."

هېلري کلېنټن پنسلوانیا کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې په نړۍ کې د دېوالونو اوچتولو ملاتړ نه‎کوي او له ټولو امریکايانو يې وغوښتل چې د رأیو مرکزونو ته ولاړ شي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.

هېلري کلېنټن وویل:

"که ستاسو ماشومان او لمسیان پوښتنه درڅخه وکړي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تاسو څه وکړل؟ نو تاسو ورته ویلای شئ چې رأیه مو ورکړه، دا چې تاسو د دېوالونو اوچتولو لپاره نه بلکه د پياوړې، عادلې او سمسورې امریکا د جوړولو لپاره رأیه ورکړه."

هېلري کلېنټن وايي، په نړۍ کې د دېوالونو اوچتولو ملاتړ نه‎کوي.

هېلري کلېنټن ۶۹ کلنه ده او په حقوقو کې یې دوکتورا اخیستې ده.

د هغې خاوند بېل کلېنټن د امریکا ۴۲ ولسمشر و.

هېلري کلېنټن د امریکا په تاریخ کې اوله ښځه ده چې د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتو کې دومره پرمختګ وکړ چې په دوو وروستیو عمده کاندیدانو کې وګڼل شوه.

که ټاکنې وګټي، په امریکا کې به لومړۍ ښځه ولسمشره وي.

د هغې په وړاندې ولاړ، ډونالډ ټرمپ ۷۰ کلن دی او د نړۍ له ډېرو بډایو خلکو ګڼل کېږي.

هغه د پنسلوانیا پوهنتون کې د اقتصادي چارو زده‎کړې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ دولتي ادارو کې کار نه‎دی کړی او په خپله انتخاباتي مبارزه کې یې پر دې شعار چې "سیاستوال دروغ وايي" زیاته اتکا کوله.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې به د کابل په وخت سبا د سهار په نهه نیمو بجو چې د واشنګټن په وخت د شپې دولس بجې کېږي، اعلان شي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی یا ګټونکې به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه کوي او له همدې ورځې به په سپنیه ماڼۍ کې کار پيلوي.

د امریکا د متحده ایالتو د ولسمشرۍ انتخابات نن ترسره کېږي، خو د دغه هېواد انتخاباتي سیسټم له نورې نړۍ سره توپیر لري، په یو شمېر ایالتونو کې وار له مخه هم ځینې خلک چې د انتخاباتو په ورځ ستونزه لري، رأيې ورکولای شي.

وار له مخه رأيې د پخوانیو انتخاباتو په پرتله دا ځل خورا زیاتې دي.

د امریکا د انتخاباتو څارونکي خبر ورکوي چې په امریکا کې تر انتخاباتو مخکې په بې‌سارې ډول رأيې اچول شوي دي.

د څارونکو په وینا تر ټولو ډېرې رأيې هسپانوي امریکایانو کارولي دي چې له دې سره داسې ښکاري چې د ډموکراټ ګوند د کاندیدې هېلري کلېنټن پله په دې رأیو کې درنه شوې ده.

وار له مخه رأيې ورکول د انتخاباتو له ورځې پنځوس ورځې مخکې پیلېږي.

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم د دغو وار له مخه رأیو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په ځینو ایالتونو کې هم داخلي حزبي انتخابات او هم ملي انتخابات مخکې تر وخت ترسره کېږي. دلیل‌یې دا دی چې دغه انتخابات نه‌یوازې د جمهوري ریاست انتخابات دي، دا د ولایتي شوراګانو، کانګرس او سنا انتخابات هم دي. همدا علت دی چې دلته په امریکا کې دا رأيې ورکول له پخوا پیل شوي خو په نهایت کې ملي ورځ د نومبر اتمه ده."

اسوشیټېډ پرېس اژانس خبر ورکوي چې لږ تر لږه درې څلوېښت اعشاریه دوه میلیونه کسانو د نوومبر تر اوومې نېټې پورې رأيې ورکړې دي او داسې اټکل کېږي چې وار له مخه تر پنځوس میلیونه ډېرې رأيې وکارول شي.

دا شمېره د امریکا د ټولو رائیو ورکوونکو څلوېښت په سلو کې رأيې جوړوي.

په ۲۰۱۲ کال کې شپږ څلوېښت میلیونه کسانو د انتخاباتو تر ورځې مخکې رأيې ورکړې وې.

هسپانیایي امریکایانو په فلوریډا، نوادا او کلورادو کې وار له مخه رأيې ورکړې دي.

دا هغه ایالتونه دي چې ډونالډ ټرمپ باید په‎کې انتخابات وګټي څو سپینې ماڼۍ ته لاره پیدا کړي.

فلوریډا کې شپږ اعشاریه څلور میلیونه وار له مخه رأيې اچول شوي، د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې تر اټکل درې څلور برابره ډېرې رأيې ورکړل شوې دي.

دلته ډیموکراټانو نهه دېرش اعشاریه نهه فیصده او جمهوري غوښتونکو اته دېرش اعشاریه پنځه فیصده رأيې خپلې کړې دي.

شمالي کارولینا کې هم تر اټکل ډیرې رأيې اچول شوي، دلته ډموکراتانو دوه څلوېښت او جمهوري غوښتونکو ته دوه دېرش فیصده رأيې ورکړل شوي.

د هېلري کلېنټن د کمپاین مسؤل روبي موک وویل، وار له مخه نتیجې پر دې دلالت کوي چې ډموکراټان به نن په ډاډه زړه رأيې ورکړي او اعتماد به‌یې پیدا کړی وي چې دوی مخکې دي.

موک «اې. بي. سي» ټلوېزیون ته وویل، زه وار له مخه رأیو ته ډېر ځیر یم، په فلوریډا کې په تېرو دوو ورځو کې د پام وړ رأيې اچول شوي، همداراز په شمالي کارولینا او یو شمېر نورو سیمو کې چې زموږ لپاره‌یې نتیجه ډېره هڅوونکې او مثبته ده.

په نوادا کې هم د هېلري کلېنټن لپاره وار له مخه دوه څلوېښت فیصده او ډونالډ ټرمپ ته شپږ دېرش فیصده رأيې ورکړل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ بیا په وار له مخه رأیو کې په ارېزونا، لووا او اوهایو کې مخکې دی.

په ارېزونا کې ټرمپ څلوېښت فیصده او هېلري کلېنټن څلور دېرش فیصده رأيې اخیستې دي.

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن په نیویارک کې خپله رأیه وکاروله.

میلیونونه امریکایان د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رأیو مرکزونو ته ځي.

د امریکا په ختیځ کې په ډېرو برخو کې د رأیې ورکولو مرکزونه پرانیستل شوه، خو په نیو همپشایر ایالت کې بیا له وړاندې ډېرو کسانو رأیې کارولې دي.

هېلري کلېنټن نن د ورځې په لومړیو کې په شمالي کارولینا کې خپلو پلویانو ته وویل:

کلېنټن: ما د یوې پیاوړې، سمې او شفافې امریکا لپاره رأیه ورکړه.
کلېنټن: ما د یوې پیاوړې، سمې او شفافې امریکا لپاره رأیه ورکړه.


"کله چې ستاسو ماشومان او لمسیان ستاسو نه پوښتنه کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې چې هرڅه مهیا وه تاسو څه وکړه؟ تاسو به وکولای شئ چې ورته ووایاست چې ما د یوې پیاوړې، سمې او شفافي امریکا لپاره رأیه ورکړه، یوه داسې امریکا چې پلونه به په‌کې جوړوو نه دېوالونه."

په دغو انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندیده هېلري کلېنټن د جمهوري غوښتونکي رقیب ډونالډ ټرمپ په وړاندې سیالۍ ته ولاړه ده.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو د ورځې په لومړیو کې په میشګان ایالت کې خپل پلویان وهڅول چې ده ته رأیه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

ټرمپ: موږ به په ګډه یو ځل بیا امریکا شتمنه کړو.
ټرمپ: موږ به په ګډه یو ځل بیا امریکا شتمنه کړو.

"موږ به په ګډه یو ځل بیا امریکا شتمنه کړو، موږ به امریکا بیا پیاوړې کړو، موږ به ا مریکا بیا خوندي کړو او یو ځل بیا به امریکا تر ټولو ښه کړو."

د امریکا دغه انتخابات چې د هغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېر اختلافي ګڼل شوي دي څه باندې ۴۶ میلیونه وګړو له وړاندې د اېمېلونو او یا هم د رأیو مرکزونو له لارې خپلې رأیې کارولې دي.

په دې معنی چې شاوخوا څلوېښت فیصده امریکایانو له وړاندې خپلې رأیې کارولې دي.

شاوخوا څلوېښت فیصده امریکایانو له وړاندې خپلې رأیې کارولې دي.
شاوخوا څلوېښت فیصده امریکایانو له وړاندې خپلې رأیې کارولې دي.


د ورځې په لومړیو کې د راپورونو له مخې په هغو عمده ایالتونو کې چې ډونالډ ټرمپ باید سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره ډېرې رأیې په‌کې خپلې کړي لکه فلوریدا، نوادا او کلورادو کې هسپانویانو تر وخت دمخه ډېرې رأیې کارولې دي.

په فلوریډا کې د ۶،۴ میلیونه رأی ورکوونکو شمېر ښیي چې هلته ډموکراتان د ۳۹،۹ فیصده رأیو سره تر جمهوري غوښتونکو چې ۳۸،۵ فیصده رأیې یې خپلې کړي، وړاندې دي.

په شمالي کارولینا کې هم ډموکراټان ۴۲ او جمهوري غوښتونکي ۳۲ فیصده رأیې لري.

په کلورادو کې دواړه سیالانو له مجموعي۷۰ فیصده له وخته مخکې رأیو څخه تقریباً مساوي دي.

داسې ښکاري چې ټرمپ په اریزوینا، ایوا او اوهایو کې وار له مخه د رأیو له اړخه مخکې دی.

د رأیو وروستۍ نتیجه به د نومبر پر نهمه نېټه اعلان شي.

د دغو انتخاباتو ګټونکی به د امریکا ۴۵ ولسمشر وي او د راتلونکې جنورۍ میاشتي په شلمه به د لوړې مراسمو پر ځای کولو سره د اوباما ځای نیسي.

د امریکا خلک ډلې ډلې د رأیو مرکزونو ته روان دي او د دې هېواد د ولسمشر ټاکلو لپاره رأیې ورکوي.

د رأیو مرکزونه د سې شنبې په سهار د واشنګټن پر وخت پر شپږ بجو چې د کابل پر وخت د ماسپښين درې نیمې بجې وې، پرانیستل شوو او د شپې پر دولس بجو به چې د افغانستان پر وخت د چهارشنبې د سهار نهه نیمې بجې کېږي، وتړل شي.

په انتخاباتو کې دوه عمده کاندیدان جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او ډموکراته هېلري کلېنټن دي چې په نیویارک کې د رأیو مرکزونو ته ولاړل او رأیې واچولې.

هېلري کلېنټن او د هغې خاوند بل کلېنټن خپل کورته نېږدې د رأیو مرکز ته ولاړل او رأیې وکارولې.

کلېنټن: په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی.
کلېنټن: په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی.

هغې په دې مرکز کې خلکو ته وویل:

"زه ډېره زیاته خوشحاله یم، بې‌حده خوشحاله یم، په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی ځکه ډېر زیات خلک د دې انتخاباتو پایلې ته منتظر دي."

ډونالډ ټرمپ او ښځې یې میلانیا د رأیې ورکولو لپاره د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې د رأیو ورکولو یوه مرکز ته تللي وو او هلته‌یې راغونډو شویو خلکو ته وویل:

"اوس هر څه سم او ډېر ښه برېښي، نن ورځ په زړه پورې ده، زه له تاسو مننه کوم."

ټرمپ: نن ورځ په زړه پورې ده.
ټرمپ: نن ورځ په زړه پورې ده.

د ټرمپ له ورتګه سره د دې مرکز دباندې د سلو تنو یوې ډلې د "نیویارک له تاکرکه لیرې" شعارونه ورکړل خو یو شمېر پلویانو یې د ملاتړ نارې وهلې.

د امریکا خلک به نن خپل ۴۵ ولسمشر یا ولسمشره وټاکي.

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي پولیس د رأیو مرکزونو د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې به د چهارشنبې په سهار د کابل په وخت په نهه نیمو بجو چې د واشنګټن په وخت د شپې دولس بجې کېږي، اعلان شي.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ګټونکی یا ګټونکې به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه کوي او له همدې ورځې به په سپنیه ماڼۍ کې کار پيلوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG