د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ګټلو سره د انتخاباتي کالجونو ۲۷۶ رأیې وګټلې.

میلیاردر ډونالډ ټرمپ چې پخوا یې په حکومت او سیاست کې تجربه نه‌ده لرلې د امریکا متحده ایالاتو د ۴۵ ولسمشر په توګه راتلونکې جنوري لوړه کوي.

اخوا هیلري کلېنټن نن شپه خپلو پلویانو ته له وینا ډډه کړې ده خو د کمپاین مسؤلینو یې له خلکو مننه کړې ده.

جمهوري غوښتونکو نه‌یوازې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې بلکې د استازو او سنا جرګو انتخابات‌یې هم ګټلي دي.

دوی په استازو او سنا جرګو کې قاطع اکثریت ګټلی دی.

ډونالډ ټرمپ د ۲۷۶انتخاباتي کالج په لاسته راوړلو سره وکولای شول هیلري کلېنټن ته ماته ورکړي او د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټونکی شي.

په نیویارک ښار کې د ډونالد ټرمپ پلویان

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ د ګټلو لپاره یوازې ۲۶ انتخاباتي کالجونو ته اړتیا لري.

هغه تر اوسه پورې له ۲۷۰ اړینو کالجونو ۲۴۴ ګټلي دي.

اخوا هیلري کلېنټن په ۲۱۵ انتخاباتي کالجونو تم شوې ده او تر اوسه پورې د پاتې نورو کم شمېر ایالتونو رایو ته په تمه ده.

د ۴۹ ایالتونو د رایو مرکزونه تړل شوي او د ډېرو رأی یې هم اعلان شوي چې تر دې دمه په کې ډونالډ ټرمپ مخکښ اعلان شوی دی.

که دی ولسمشر شي نو د امریکا ۴۵ ولسمشر به وي چې له دوو دورو ډیموکراټانو وروسته یو ځل بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري ولسمشرۍ ته رسېږي.

امریکا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر څنګ خلکو د کانګرس غړیو ته هم رأی ورکړې دي.

جان مک کین چې یو ځل بیا تازه د سناتور په توګه انتخاب شوی دی له رسنیو سره یې د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.

هغه دا انتخابات ډېر جالبه ونه بلل خو ویې ویل چې امریکایانو خپله پرېکړه وکړه او اوس د پرمختګ په تمه دي:

"دا سخت ملي انتخابات و خو تل جالبه نه و. په هر صورت امریکایانو خپله دنده ترسره کړه او یو نوی ولسمشر یې وټاکه. په دغو انتخاباتو کې یو پیغام چې ډېر روښانه او اوچت و هغه دا چې امریکایان اوس پرمختګ غواړي."

ځینو امریکايي رسنیو بیا دا راپور هم ورکړی دی چې جمهوري غوښتونکو د استازیو جرګې اکثرې څوکۍ ګټلي دي.

که څه هم ډیموکراټانو سنا جرګه کې د کنټرول د ساتلو لپاره پراخې هڅې کړي خو ویل کیږي چې جمهوري غوښتونکي د توقع خلاف پرمختګ کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG