د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ د ګټلو لپاره یوازې ۲۶ انتخاباتي کالجونو ته اړتیا لري.

هغه تر اوسه پورې له ۲۷۰ اړینو کالجونو ۲۴۴ ګټلي دي.

اخوا هیلري کلېنټن په ۱۰۹ انتخاباتي کالجونو تم شوې ده او تر اوسه پورې د پاتې نورو کم شمېر ایالتونو رایو ته په تمه ده.

د ۴۹ ایالتونو د رایو مرکزونه تړل شوي او د ډېرو رایې یې هم اعلان شوي چې تر دې دمه په کې ډونالډ ټرمپ مخکښ اعلان شوی دی.

که دی ولسمشر شي نو د امریکا ۴۵ ولسمشر به وي چې له دوو دورو ډیموکراټانو وروسته یو ځل بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند له لوري ولسمشرۍ ته رسېږي.

په امریکا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترڅنګ خلکو د کانګرس غړیو ته هم رأی ورکړې دي.

که څه هم ډیموکراټانو سنا جرګه کې د کنټرول د ساتلو لپاره پراخې هڅې کړي خو ویل کېږي چې جمهوري غوښتونکي د توقع خلاف پرمختګ کړی دی.

ځینو امریکايي رسنیو بیا دا راپور هم ورکړی دی چې جمهوري غوښتونکو د استازیو جرګې اکثرې څوکۍ ګټلي دي.

ډونالډ ټرامپ د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې ۲۱۶ انتخاباتي کالجونه ګټلي دي.

هېلري کلېنټن ۱۹۰ ټول انتخاباتي کالجونه یې کېږي.

هر یو که ولسمشرۍ ته رسېږي نو باید ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه ترلاسه کړي.

کالیفورنیا چې ۵۵ تر ټولو زیات انتخاباتي کالجونه لري لا نه دی اعلان شوی خو په دغه ایالت کې وړاندوینې د ډیموکراټانو په ګټه دي.

فاکس نیوز شبکه وايي، ډونالډ ټرمپ د ۲۱۶ الکټرال رأیو په درلودو سره له کلېنټن څخه چې ۲۰۲ الکټرال رأیې لري مخکې دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG