د لاسرسي لېنکونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون د لبنان له نوي ټاکل شوي ولسمشر میشل عون سره وکتل.

ظریف د بهرنیو چارو لومړنی وزیر دی چې له عون سره د پارلمان له‎خوا د هغه له غوره کېدو وروسته ګوري.

لبنان ته د ظریف د سفر هدف د تهران او د حزب‎الله په ملاتړ د ایران پلوي حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول بلل شوي دي.

حزب‎الله وسله‎واله ډله او د ایران شیعه حکومت د سوریې په جګړه کې د بشارالاسد د رژیم نېژدې متحدان دي.

د لبنان د پارلمان له‎خوا د ولسمشر په توګه د میشل عون غوره کېدو د هغو دوو سیاسي بلاکونو ترمنځ ۲۹ میاشتنۍ اختلاف له منځه یووړ چې د یوه ملاتړ سعودي عربستان او د بل ایران کوي.

په دې اوږده موده کې د همدې اختلاف له کبله د ولسمشر د غوره کولو لپاره پنځه څلویښت هڅې ناکامې شوې.

ظریف د مېشل عون ټاکنه یوه بریا بللې او ویلي یې دي، ایران باور لري چې د لبنان تجربه به په عراق، سوریه او یمن کې هم د سیاسي بحرانونو له حل سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG