د لاسرسي لېنکونه

په نړیوالو مارکیټونو کې د ډالرو ارزښت او د ونډو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې د امریکا د فدرال تحقیقاتو د ادارې مشر د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې هیلري کلېنټن د ایمیلونو له څېړنې وروسته به هغه تورنه نه‎شي.

په وال‎سټریټ کې د ونډو بیې تېره اوونۍ وروسته له هغه په بې‎ساري ډول د اوږدې مودې لپاره راولوېدې چې FBI د کلېنټن د ایمیلونو په اړه نوي تحقیقات اعلان کړل خو د ونډو بیې پرون ناڅاپه په تېرو اتو میاشتو کې تر ټولو لوړ ارزښت وموند.

د ډالرو ارزښت هم پرون ۰،۷ زیات شو، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ ناڅاپه ۱،۳ کموالی په‎کې راغی.

XS
SM
MD
LG