د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

فعالان: کندز ته تللی دولتي پلاوی هر اړخېزه پلټنه نشي کولای


یو شمېر مدني فعالان وايي چې د کندز وروستۍ پېښه جنګي جنایت دی او باید یو بې پرې خپلواک پلاوی یې له حقوقي پلوه هر اړخېزه څېړنه وکړي او عاملین یې په ملي او نړیوالو محکمو کې محکمه شي.

مدني فعال او د ځوانانو د سولې بنست مشر نجیب الله جامع چې د سې شنبې په ورځ یې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د نورو په استازیتوب خبرې کولې وویل چې کندز ته تللی دولتي پلاوی نه‎شي کولای چې هر اړخېزه پلټنه وکړي.

ښاغلی جامع زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د بشرحقونو کمېسیون، ولسي جرګې، مدني ټولنو، یوناما او د پېښې له زیانمنو څخه دې یو پلاوی وټاکل شي؛ څېړنې دې وکړي، څو ولس ته قانع کوونکی ځواب ورکړل شي او هغه عاملین چې د دې جنایت مرتکب شوي ملي شرعي محکمو او د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته راکش کړای شي."

د راپورونو له مخې تېره اوونۍ د کندز ولایت په بُز کندهاري سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې چې امریکايي ځواکونو هوايي بمباري هم وکړه شاوخوا ۳۰ تنه چې ماشومان او ښځې هم په‎کې شاملې وې ووژل شول او ۲۵ نور ټپيان شول.

د کندز پېښه
د کندز پېښه

دې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول، یو شمېر افغان سیاسیونو، مدني فعالانو، د ولسي جرګې ځینې غړیو او عامو خلکو دا پېښه وغندله، همدارنګه د بخښنې نړیوال سازمان کندز کې پر ملکي وګړو بمباري پر بشري حقونو څرګند تېری وباله.

افغان حکومت د دفاع وزارت د مرستیال هلال الدین هلال په مشرۍ د څېړنو لپاره کندز ته یو پلاوی وټاکه چې دا مهال په دغه ولایت کې په پلټنو بوخت دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې له کابله تللي پلاوی سره د کندز خلک، مدني فعالان او زیانمن هم په څیړنه کې همکاري کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې هر ډول اندېښنې بې ځایه دي.

مینه‎پال: کندز ته د لېږل شوي پلاوی په اړه اندېښنې بې ځایه دي
مینه‎پال: کندز ته د لېږل شوي پلاوی په اړه اندېښنې بې ځایه دي

مینه پال وايي:

"د کندز په اړه حکومت جدی دی له کابله کندز ته تللی پلاوی تخنیکی دی او هم یې څېړنې تخنیکي دي له دغه پلاوی سره، کندز استازي، مدني فعالان او د سیمې خلک هم همکاري کوي په دې برخه کې هر ډول اندېښنې بې‎ځایه دي هر اړخېزه څېړنه کېږي او پایلې یې له خلکو سره شریکېږي."

یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د روان میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.

د یوناما په راپور کې راغلي چې په دې موده کې له ۱۶۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د افغانستان د مدني ټولنو شبکه وايي، حکومت مکلفیت لري چې له خپلو اتباعو څخه ساتنه وکړي.

د دغې شبکې غړی احمد ذکي وايي، له دې وروسته باید هر ډول هوايي او ځمکني عملیات په ډېر احتیاط تر سره کړي، څو ملکیانو ته په‎کې مرګ وژبله وانه وړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG