د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

میاخېل: ارزګان کې امنیتي ځواکونو د درملو د لېږد مخه نیولې


په ارزګان ولایت کې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې څه باندې دوه میاشتې کېږي چې په مرکز او ولسوالیو کې د کلینیکونو درمل خلاص شوي دي خو امنیتي ځواکونو يې د درملو د لېږد مخه نیولې ده.

دې ولایت کې د عامې روغتیا ریاست رئیس خان‎اغا میاخېل وویل چې ارزګان په مرکز او ولسوالېو کې ۳۶ کلینکونه لري او د یو شمېر کلینکونو درمل څه باندې دوه میاشتې کېږي خلاص شوي دي.

دی وايي له مرکزه راغلي په زیرمتون کې درمل پراته دي خو امنیتي ځواکونه يې ورته د لېږد اجازه نه ورکوي چې د ولس درملنه پرې وکړي.

د عامې روغتیا ریاست رئیس خان‎اغا میاخېل
د عامې روغتیا ریاست رئیس خان‎اغا میاخېل

ښاغلی میاخېل وايي:

"زموږ په ځینو کلینکونو کې درمل خلاص شوي، موږ دغه ستونزه والي صاحب سره شریکه کړې چې پر امنیه قوماندانۍ یې رسمي مکتوب راکړی خو لا دغه ستونزه په امنیه قوماندانۍ کې پاتې او اجازه نه راکوي چې درمل ولېږدوو."

میاخېل وايي، په دغو سیمو کې عام خلک په خورا بد حالت کې دي او باید امنیتي ځواکونه ژر تر ژره اجازه ورکړي چې هغو سیمو ته درمل واستوي.

ارزګان ولایت کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ۶ ولسوالیو لارې له ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ سره تړل شوي دي چې نه یوازې د ارزګان پر بې‎چاره ولس د درملو دروازه تړل شوې، بلکې د خوارکي او غیري خوارکي توکو دروازې هم تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي‎جان سرحدي د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو دغه خبرې ردوي او وايي چې موږ هېڅکله خپل عام ولس ته د درملو د لېږلو مخه نه نیسو.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي ‎جان سرحدي
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي ‎جان سرحدي

ښاغلي سرحدي وايي:

"موږ د دوی مخه نه نیسو ولې دا زموږ حق دی چې پوښتنه ترې وکړو تاسې دا درمل چېرې وړئ؟ ځکه د ارزګان ولایت امینتي وضعیت خراب دی، دوی باید له موږ سره مشوره وکړي چې موږ دغه سیمو ته درمل لېږدوو نو موږ به ورسره مرسته هم وکړو."

سرحدي وايي، موږ پلان لرو چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالیو تر منځ لارې ډېر ژر د ترافیکو پر مخ خلاصې کړو څو د ولسوالیو خلک له دغه ډول ستونزو څخه خلاص شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرې دوه میاشتنۍ جګړې په ارزکان کې د عام خلکو پرمخ نه یوازې د صحي خدماتو دروازې تړلي بلکې د پوهنې دروازي یې هم تړل شوي دي.

راپور: شریف لله شرافت

XS
SM
MD
LG