د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په کابل کې د هغو کسانو له ډلې چې د برېښنا بېلونه یې له یو لک افغانیو زیات و، یوازې درې کسان حاضر شوي چې خپلې پيسې تحویلي کړي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن ازادي راډیو ته د دغو کسانو په اړه وویل:

"مولوي تره‎خېل کاملاً خپل پيسې صفر کړې. استاد سیاف خپلې پيسې قسط او تحویلي کړې، یوه اندازه یې پاتې دي. همدا راز حاجي نجیب کابلي چې خپلې پيسې یې قسط او تحویلي یې پيل کړې."

برېښنا شرکت په وروستیو کې د ۲۰۹۹ کسانو لېست خپور کړ چې د دغه شرکت پوروړي دي.

په دوی کې یو شمېر چارواکي او پېژندل شوي څېرې هم شاملي دي.

د برېښنا شرکت ویاند وایي، که د برېښنا پوروړي خپلې پيسې تحویلي نه‎کړي نو راتلونکې اوونۍ به یې بیا نومونه افشا کړي.

XS
SM
MD
LG