د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

عراق او سوریه کې د داعش کمزوري کېدل او افغانستان کې پر دې ډلې اغېز


یو شمېر څیړونکي وایي، سره له دې چې د عراق په موصل او د سوریې په رقه ښار کې د اسلامي دولت په نوم ډلې په وړاندې پراخ عملیات پیل شوي دي، خو دا وېره شته چې دغه ډله د خپلو بهرنیو پناه‎ځایونو د لا پیاوړي کېدو هڅه وکړي.

له عراق او سوریې څخه بهر د داعش ډلې لومړنۍ ښاخې په افغانستان او پاکستان کې د خراسان ولایت په نوم د حافظ سعید په مشرۍ خپل موجودیت اعلان کړ.

په افغانستان کې د سولې او جنګ په نوم د مطالعاتو د مرکز یوه څیړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان کې د مالیاتي سرچینو او عرب مشاورینو په درلودلو سره که د داعش ډله په منځني ختیځ کې له لوی ګوزار سره مخامخ هم شي، خو په افغانستان کې به یې فعالیتونه ډېر اغېزمن نه‎شي.

په افغانستان کې د سولې او جنګ په نوم د مطالعاتو د مرکز یوه څیړونکي حکمت الله اعظمي
په افغانستان کې د سولې او جنګ په نوم د مطالعاتو د مرکز یوه څیړونکي حکمت الله اعظمي

دی وايي:

"کله چې داعش عراق او سوریې کې ځپل کېږي، نو افغانستان به د هغوی لپاره یو ښه بدیل وي .تر ټولو مهمه دا چې که له عراق او سوریې څخه ډېر کسان افغانستان ته ځي او د دې ډلې ډېر مشران افغانستان ته ولاړ شي نو په اوږده مهال کې به هغوی د عراق او سوریې د داعش مشورې ته هم اړتیا ونه‎لري. زما په نظر هغوی به په‎خپله دا وړتیا ولري چې په افغانستان کې دننه خپل پلانونه طرح کړي."

ښاغلی اعظمي چې د داعش په اړه تازه چاپ شوي کتاب یوه برخه یې هم لیکلي ده، وایي؛ د ازبکستان تحریک اسلامي او د سیمې ځینې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې داعش تمویلوي.

دی وایي، د اګسټ میاشتې تر وروستیو پورې د داعش شاوخوا دوه سوه بهرني مشاورین چې تر ډېره د عراق او سوریې دي، په افغانستان کې د دغې ډلې سیمه ییزې برخې په مشوره ورکولو او هم پلان جوړولو کې لاس لري چې د ښآغلي اعظمي په خبره ښایې اوس دا شمېره لوړه شوې وي.

جنرال عبدالرشید دوستم هم د جزئیاتو له ورکولو پرته اندیښته ښودلې وه
جنرال عبدالرشید دوستم هم د جزئیاتو له ورکولو پرته اندیښته ښودلې وه

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم د جزئیاتو له ورکولو پرته اندیښته ښودلې وه چې ښایې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د داعش ډلې څه باندې ۷۰۰۰ غړي د افغانستان شمالي ولایتونو ته انتقال شي.

بل‎خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا دا خبره ردوي چې ګواکې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت ډلې له ځپلو سره به دغه ډله افغانستان ته مخه کړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند او د سټراټیژیکو اړیکو مشر تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې د خپل هېواد دفاع او د مخالفینو د ځپلو لپاره هڅې کوي.

د ملي امنیت د شورا ویاند او د سټراټیژیکو اړیکو مشر تواب غورځنګ
د ملي امنیت د شورا ویاند او د سټراټیژیکو اړیکو مشر تواب غورځنګ

ښاغلی غورځنګ وايي:

"افغانستان کې د داعش ډلې د پیاوړتیا هېڅ احتمال نشته. بلکه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ژمن دي چې دغه ډله به لکه د تېرو څو میاشتو په څېر چې په ننګرهار کې یې وځپله، د افغانستان په هره برخه کې به د هغوی فعالیتونه له‎منځه وړي."

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن له ان بي سي نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي و چې د اسلامي دولت په نوم ډلې، خراسان برخه په افغانستان کې د خلافت جوړولو په هڅه کې ده.

ښاغلي نیکلسن دغه راز ویلي دا ډله کاملا غیر افغاني ده چې د ازبکستان تحریک اسلامي او پاکستاني طالبان په‎کې شامل دي.

دی وایي، نړیوال ځواکونو د افغان ځواکونو ترڅنګ د دغې ډلې د له‎منځه وړلو لپاره جدي هڅې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG