د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

یونس پلار وايي کندز کې د ډاکټرانو نه پاملرنې زوی رامړ کړ


روانو جګړو په بېلابېلو ډولونو افغانان د غم پر ټغر کښینولي دي. یو کوچنی هلک اته کلن یونس چې څه موده وړاندې کندز ښار کې د ماین چاودنه کې ټپي شوی و، مړ شو.

یونس هغه هلک و چې خپل کورته څېرمه یې یوې پوستې د چای وړلو پر مهال د ماین ښکار شو او دواړې پښې یې پرې شوې.

دا ماشوم چې د ژوند غوټۍ یې په اته کلنۍ کې ورژېده د هغه د پلار په وینا کندز کې د ډاکټرانو د نه پاملرنې له کبله کابل ته وړل کېږي، خو هلته بیا ایمرجنسي روغتون د هغه کورنۍ ته د ناوخته کېدو خبرداری ورکوي.

یونس له هغه وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون کې بستر شو، خو د ژوندي پاته کېدو لپاره یې ډېر ناوخته و.

یونس له هغه وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون کې بستر شو، خو د ژوندي پاته کېدو لپاره یې ډېر ناوخته و.
یونس له هغه وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون کې بستر شو، خو د ژوندي پاته کېدو لپاره یې ډېر ناوخته و.

د اته کلن یونس پلار حاجي اختر محمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کندز حوزوي روغتون مسؤلین او ډاکټران تورن کړه چې د ده د زوی په درملنه کې یې پاملرنه نه‎ده کړې.

د یونس پلار حاجي وايي:

"هلته یې چا پوښتنه ونه‎کړه. د پښې وضعیت یې ښه نه و او سم نه پانسمان کېده. ډېر زحمت مو و ایست او موږ ته یې ویل چې یو فیصد د یونس د ژوندي پاتې کېدو امکان شته تر نهو ورځو درملنې وروسته مو پام شو چې د پښو زخم یې یو ډول نیولی او د هغه هډوکی تور شوی. بیا مو هغه کابل ته راوست او په عذر او زارۍ مو په ایمرجنسي روغتون کې بستر کړ."

یونس په‎خپله دوه اوونۍ مخکې چې تازه ټپي شوی و، له ازادي راډیو ته ویلي و چې حکومت دې هڅه وکړي څو دی پر پښو بېرته ودرېږي.

یونس ویلي و:

"پوستې غږ را وکړ چې چای رواړه ما چای ور وړ چې کورته په راتګ کې پر ماین وختلم، چاودنه وشوه او بې هوښه شوم. ما دې بهر ولېږي چې پښې مې جوړې شي او پر لارې ولاړ شم."

په داسې حال کې چې د یونس کورنۍ د کندز حوزوي روغتون د نه پاملرنې څخه هم شکایت کوي، خو د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل ازادي راډیو ته وویل چې د یونس کورنۍ په‎خپله خوښه هغه کابل ته انتقال کړ.

ښاغلی منګل وايي:

"ناروغ هره ورځ تر څارنې لاندې و. عملیات یې شوي و. بیخې جوړ و، ډوډۍ یې خوړله، اوبه یې څښلې او ان کیناستلی شو. هغه په همدې سم وضعیت د کورنۍ په غوښتنه کابل ته انتقال شو او تر هغه وروسته خبر نه یم چې څه پېښ شوي دي. "

حاجي اختر د زوی د نیمګړي ژوند په اخېستلو کې د عامې روغتیا او دفاع وزارتونه هم ملامتوي.

که څه هم د افغانستان د دفاع او عامې روغتیا وزارتونو د دغه هلک د غږ په اورېدو ژمنه کړې وه چې د هغه د درملنې په برخه کې به له هېڅ مرستې دریغ ونه‎کړي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، کله چې د یونس د پوښتنې لپاره ایمرجنسي روغتون ته تللی دی، د هغه وضعیت ډېر خراب و او تداوي یې ناممکنه وه.

جنرال دولت وزیري وایي، کله چې د یونس د پوښتنې لپاره ایمرجنسي روغتون ته تللی دی
جنرال دولت وزیري وایي، کله چې د یونس د پوښتنې لپاره ایمرجنسي روغتون ته تللی دی

وزیري وايي:

"موږ خپل کسان ایمرجنسي روغتون ته ولېږل، هغه ډېر ناروغ و او د درملنې وړ نه و."

اساسي پوښتنه دا ده چې د کندز ولایت حوزوي روغتون ولې د دغه ماشوم د انتقال په اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته راپور نه وو ورکړی؟

اوس د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه هلک د درملنې په برخه کې د کندز روغتون د نه پاملرنې ادعا د ارزونې وړ ده.

د دغه وزارت ویاند خواجه قمرالدین صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"که د دغه هلک د درملنې برخه کې پاملرنه نه وي شوي او یا کومه بله ستونزه وي، دا به وارزول شي. دا چې د دغه ماشوم د وجود مقاومت ښکته و، یا یې ټپ مکروبي شوی و او مکروب یې په وینه ګډ شوی او یا هره بله ستونزه چې وي، ټولې تخنیکې پوښتنې دي چې باید ځواب شي."

قمرالدین صدیقي: که د دغه هلک د درملنې برخه کې پاملرنه نه وي شوي دا به وارزول شي.
قمرالدین صدیقي: که د دغه هلک د درملنې برخه کې پاملرنه نه وي شوي دا به وارزول شي.

د یونس قضیه هغه مهال راپورته شوه چې د تخار والي یاسین ضیا د کندز حوزوي روغتون کې د هغه لیدو ته ورغی او یونس یې قهرمان وباله.

تر هغه وروسته د یونس عکسونه پر ټولنیزو پاڼو خپاره شول.

خو داسې ښکاري چې د دغه کوچني قهرمان درملنې کې د ټولو واکدارانو لاسونه لنډ شول او قهرمان له لاسه ولاړ.

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې د روان کال د میزان میاشتې په وروستیو کې خپور شو راغلي چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله افغانستان کې د ماشومانو د مړینې شمېر ۱۵ فیصده لوړ شوی دی.

دغه سازمان په وار- وار د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د ملکیانو په تېره بیا د ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG