د لاسرسي لېنکونه

په امریکا کې نن سې شنبې د جمهوري ریاست ټاکنې کېږي.

د دواړو ګوندونو کاندیدانو هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ پرون خپلې وروستۍ انتخاباتي غونډې وکړې.

ډيموکراټې کاندیدې هېلري کلېنټن وویل چې د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ امریکا یې ویشلې او د هغه پر ضد له ترخې مبارزې وروسته به دا هېواد سره راغونډ کړي.

کلېنټن پرون دوشنبې خپلې وروستۍ څلور انتخاباتي غونډې په هغو ایالتونو کې وکړې چې له مقابل لوري سره نازک تفاوت لري.

د انتخاباتي مبارزو وروستۍ ورځ د امریکا د استخباراتو د فدرالې ادارې د مشر جیمز کوني د دې خبرې تر اغېز لاندې وه چې د هېلري کلېنټن په افشا شوېو ایمیلونو کې داسې اسناد نشته چې پر هغې د جنايي تور لګېدو سبب شي.

خو ډونالډ ټرمپ پرون هم د هېلري کلېنټن د ایمیلونو مسئله یاده کړه او خپلو پلویانوته یې وویل چې هغه ملامته ده.

XS
SM
MD
LG