د لاسرسي لېنکونه

د موصل جنوب کې یو ډله ییز قبر موندل شوی چې لږترلږه ۱۰۰ جسدونه په‎کې وو.

د عراق د پوځ یوه ډګروال یحی رسول ویلي چې دټولو جسدونو سرونه پرې شوي دي.

د دې پوځي په وینا جسدونه ډېر خراب شوي او نه معلومېږي چې ملکي کسان که پوځيان دي.

دا ډله ییز قبر پرون دوشنبې د حمام العلیل ښارګوټی د کرنې پوهنتون ته نېږدې موندل شوی دی.

د عراق پوځ پرون د حمام العلیل سیمه د داعش له وسله‎والو ونیوه.

داښارګوټی د دجله دریاب پر غاړه، د موصل په جنوبي لمنو کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG