د لاسرسي لېنکونه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کندز کې د تېرې پنجشنبې په شپه د طالبانو پر ضد بمبارۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو په موضوع لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې چې د پامیلا کنسټېبل او سید صلاح الدین کښلې، د امریکا پوځي چارواکو منلې کندز کې د بمبارۍ په لړ کې احتمالاً ملکیان وژل شوي دي.

دوی په عین حال کې ویلي چې دا پېښه هغه مهال وشوه چې افغان او امریکايي پوځیانو د کندز په بُز کندهاري کلي کې د طالبانو د مشرانو د غونډې په باب د راپور له ترلاسه کولو وروسته د هغوی د موندلو لټه کوله.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې لیکوالان وايي چې امریکايي چارواکو د وژل شوېو ملکیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي خو افغان چارواکو او شاهدانو د هغو شمېر۳۰ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی په منځ کې ښځې او ماشومان شامل دي. همدا راز ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

په دې پېښه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خواشیني ښکاره کړې او بُزکندهاري کلي ته یې یو پلاوی استولی چې تحقیقات وکړي.

خو په دې پېښه د پخواني ولسمشر حامد کرزي انتقاد لا شدید و، ویلي یې دي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په برخه کې د ده اندېښنې د دې سبب شوې چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ د فاریاب ولایت د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د قانون د حاکمیت د نشتوالي له امله د کورنی تاوتریخوالي عاملان بې ویرې ګرځي.

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، دوی نه‎شي کولای چې د کورني تاوتریخوالي عاملان ونیسي ځکه هغوی په هغو سیمو کې دي چې د دولت له حاکمیت بهر او د وسله‎والو په کنټرول کې دي.

د جګړې او سولې انسټیټوټ زیاتوي د فاریاب په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي د کورني تاوتریخوالي قضيې د همدې ډلې له‎خوا حل وفصل کېږي چې د ښځو لپاره ویرونکې پایلې له ځانه سره لري.

د مقالې لیکوال د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو یادونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG