د لاسرسي لېنکونه

هغه حکومتي پلاوی چې کندز کې د ملکي تلفاتو په اړه د څېړنې لپاره ورغلی وايي چې څېړنه روانه ده خو وخت نیسي.

رپوټونه وايي چې د کندز د "بُز کندهاریان" سیمه کې په وروستۍ هوايي حمله کې ۳۱ ملکي کسان ووژل شول چې لږ تر لږه ۱۵ تنه په‎کې کوچنیان وو.

کندز ته تللی پلاوی وايي چې د دوی څېړنې ښايي وخت ونیسي.

دې پلاوي د یکشنبې په ورځ کندز کې د هوايي حملې په اړه څېړنې پيل کړي خو د خپل کار په اړه یې تر اوسه جزئیات نه‎دي ورکړي.

کندز پېښه

کندز پېښه

د کندز "بُز کندهاریان" سیمه د وسله‎والو طالبانو په لاس کې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، پر دې سیمه هوايي حمله کې د وسله‎والو طالبانو د کورنیو غړي وژل شوي دي.

د کندز د والي ویاند محمود دانش پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې په اړه له څېړنو سره د مرستې لپاره او د اړتیا په صورت کې به په سیمه کې پوځي عملیات وشي.

د ښاغلي دانش په وینا، کندز ته د تللي پلاوي د څېړنو پایلې به ولسمشر محمد اشرف غني ته ور واستول شي.

د کندز د والي ویاند محمود دانش

د کندز د والي ویاند محمود دانش

محمود دانش زیاته کړه:

"د پېښې اصلي عاملان او هغه کسان چې دا کار يې کړی تر څېړنې لاندې دي او وبه کتل شي چې دا پېښه څرنګه او ولې شوې ده؟پيښه کې څوک لاس لري؟ او پایلې به یې ولسمشر ته واستول شي چې پریکړه وکړي."

کندز ته د تللي حکومتي پلاوي مشري د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال هلال‎الدین هلال کوي چې د امنیتي ادارو یو شمېر نو رچارواکي هم ورسره ملګري دي.

هغوی ویلي چې د خپل کار پایلې به په لنډ وخت کې له مطبوعاتو سره شریکې کړي.

تېره اوونۍ کندز کې د "بُز کندهاریان" سیمه کې درې عسکر او ۲۶ وسله‎وال طالبان هم ووژل شول.

ملګرو ملتونو هم په‎دې اړه د پلټنو اعلان کړی دی.

کندز ته د تللي حکومتي پلاوي مشري د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال هلال‎الدین هلال کوي چې د امنیتي ادارو یو شمېر نو رچارواکي هم ورسره ملګري دي.

کندز ته د تللي حکومتي پلاوي مشري د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال هلال‎الدین هلال کوي چې د امنیتي ادارو یو شمېر نو رچارواکي هم ورسره ملګري دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د دې اقدام هرکلی کړی دی.

د دې سازمان د اسیا د جنوب هېوادونو مسؤلې جومپا پاټېل ویلي چې کندز کې دا ناوړه پېښه پر بشري قوانینو تیری دی.

د جومپا پاټېل په وینا، ناټو او امریکايي ځواکونه باید په دې اړه ځواب ورکړي.

د دې ادارې په وینا، که په‎دې ارتباط په څېړنو کې داسې شواهد ترلاسه کېږي چې دا پېښه جنګي جنایت وګڼل شي، عاملین یې باید په عادلانه محکمه کې محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG