د لاسرسي لېنکونه

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دوه کسان يې د قتل او د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د یکشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې یو کس د مخکینۍ اطلاع پر اساس داسې مهال د پولیسو لخوا د خپل ګاډي سره یو ځای لاس په لاس ونیول شو چې لس یو کېلويي خلطې چرس يې لېږدول.

جنرال غیرت زیاته کړه، پولیسو د خپلو اپراتیفي او کشفي هڅو په نتیجه کې هغه کس هم نیولی چې یوه اوونۍ مخکې د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو قومي مشر د وژنې په تور د پولیسو تر تعقیب لاندې وو.

د خوست امنیه قوماندان زیاته کړه:

"پولیس وتوانېدل چې د اطلاع پر اساس یو کس قاچاقبر چې د مخدره موادو کاروبار يې کاوه او له ده سره لس کیلو چرس په یو عراده موټر کې موجود و، پولیسو ونیول همدارنګه زموږ یو مشر او سپین ږیری په تېره هفته کې په قتل ورسېده، خوشبختانه د پولیسو د اپراتیفي او کشفي کار په نتیجه کې هغه هم ونیول شول."

د خوست امنیه قوماندان دا هم وویل چې په وروستیو دوه اونیو کې ۴۵ حلقې بېلابېل ماینونه چې ډېری يې د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي و کشف او شنډ کړي دي.

د یادو شوراګانو مسؤلینو ویلي چې د دوی په سیمو کې به د مشکوکو فعالیتونو او ترهګریزو کړنو په باب امنیتي ادارو ته د خبرونې همدارنګه د مخدره توکو د استعمال او قاچاقو په مخینوي کې د پولیسو سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

XS
SM
MD
LG