د لاسرسي لېنکونه

په لوګر کې درې زره ځوانانو لپاره چې لږ تر لږه د دوولسم ټولګي فارغان دي، د کار موندنې د مهارتونو د زده کړې پروګرام پیل شو.

یاد پروګرام چې «زده کړه د کارموندنې لپاره» نومېږي، د لوګر د ولایت مقام په مالي لګښت او د موفقیت په نوم د یو مدني بنسټ په تخنیکي همکارۍ پرمخ بېول کېږي.

د یکشنبې په ورځ د موفقیت بنسټ مشر سمیع الله رحماني د دې پروګرام د ارزښت په تړاو ازادي راډیو ته وویل، له دې کبله چې زموږ د ټولنې ځوان کهول نشي کولای په سمه توګه خپل راتلونکې باب تصمیم ونیسي او په ځانګړي ډول دوی د کار موندنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، نو غواړو د دې برنامې د پلي کېدو له لارې هغوی پر لازمو مهارتونو سمبال کړو.

سمیع الله رحماني زیاتوي:

"زموږ اکثریت ځوانان دا مهارت نه لري چې څرنګه ځانونو ته دندې پیدا کړي، یا څنګه خپله سي وي جوړه کړي او یا څنګه انټرویو ورکړي، دوی خپل پلار، ورور او یا خپل ملګري ته اړ وي چې دنده ورته پیدا کړي او یا یې کوم دفتر ته وروپېژني، نو ان شاءالله دغه پروګرام چې موږ په لوګر کې د جناب والي صیب په مالي مرسته پیل کړ، ۳۰۰۰ ځوانان به د ۲ میاشتو لپاره په دې برخه کې زده کړې ترلاسه کوي، تر اوسه دا پروګرام په افغانستان کې بې ساری دی."

د لوګر د ولایتي شورا مشر سید قریب الله سادات د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره دا پروګرام اغېزمن بولي غوښتنه کوي چې دا ډول برنامې باید دوامداره وساتلی شي، تر څو زموږ هغه زرګونه ځوانان چې تر اوسه وزګار دي او له ناهیلیو سره مخامخ دي، پر ځان بسیا شي او د ټولنې په فعالو اشخاصو بدل شي.

XS
SM
MD
LG