د لاسرسي لېنکونه

د مشرانو جرګې د شکایتو د اورېدو کمېسیون انتقاد کوي چې لوی څارنوالۍ د زندانیان دوسیو ته رسېدنه نه ده کړې.

د دغه کمېسیون مشر محمد حنیف حنیفي نن یویې خبرې ناستې ته وویل چې د ارزونې له مخې یې د پلچرخي په زندان کې اته سوه کسان د زندان له معیاد پوره کېدو سربېره زنداني دي:

"موږ داسې اسناد موندلي چې یوه زنداني پر څلور کاله بند محکوم شوي خو شپږ کال کېږي چې زندانی دی."

خو د لویي څارنوالۍ د ازادي د سلب د برخې مشر عزیز الله سرباز بیا د مشرانو جرګې د شکایتو د کمېسیون ادعا بې بنسټه بولي وايي چې دوی پرخپل وخت دوسیو ته رسېدنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG