د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د لوی کندهار شورا: د جنګ ښکېلې خواوې دې سولې ته هڅې وکړي


د لوی کندهار شورا په جنګ کې له ښکېلوو خواو غواړي چې د وژلو پر ځای سولې ته هڅې وکړي.

دوی وايي،، د روانو جګړو ګټې نورو هېوادونو ته رسېږي خو قربانیان یې افغانان دي.

یادې شورا په هېواد کې پر روانو ناامنیو او د بېګناه خلکو پر وژلو اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د جنګ پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې روان حالت د خبرو اترو له لارې بدل کړي.

د دې شورا غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ملي یووالي تر نوم لاندې غونډه جوړه کړې وه او ویل یې چې افغانان باید د پردیو ګټو قرباني نشي.

د شورا یوه غړي نظرمحمد مطمئن له افغان حکومته او په جنګ کې د ښکېلو نورو خواوو څخه وغوښتل چې په خپلو هڅو د روانې جګړې اور مړ کړي.

مطمئن: د جګړې ښکلېلې غاړې دې سولې ته کار وکړي.
مطمئن: د جګړې ښکلېلې غاړې دې سولې ته کار وکړي.

​نوموړي زیاته کړه:

"زه پر حکومت، مخالفینو او ټولو ښکېلو خواوو غږ کوم چې د سولې لپاره هڅې وکړي، د جنګ دوام زموږ او زموږ د هېواد په ګټه نه دی، په دې کې د پردیو ګټې دي او غواړي هغې ته دوام ورکړي."

د دې شورا غړو له حکومتي چارواکو وغوښتل چې د سولې خبرو د څه ډول پر مخ بیولو په برخه کې خپلمنځي اختلافات له منځه یوسي چې د دوی په باور په هېواد کې د ناامنیو یو ستر دلیل خپلمنځي اختلافات دي.

د دې شورا یوه بل غړي محمد ایوب رفیقي دې غونډې ته وویل چې د دې ټولو ستونزو له امله په هېواد کې د بېګناه خلکو وژل ډېر شوي دي.

رفیقي: هېواد کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې.
رفیقي: هېواد کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پر دې ټینګار نه کوو چې موږ سړک یا مکتب غواړو، خو موږ نه غواړو چې خلک مو ووژل شي، تاسې د کندز، هلمند او نورو ولایتونو خونړۍ پېښې وګوری، د ارزګان او کندهار وضعیت ته پام وکړی، هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي اخر یوه ورځ نه یوه ورځ باید دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي."

د لوی کندهار د خلکو شورا په هېواد کې د روان وضعیت په اړه یو پریکړه لیک هم صادر کړ چې پکې یې خپلې غوښتنې مطرح کړي وې.

د حکومتي مشرانو تر منځ د اختلافاتو پای، په جنګ کې د ښکېلو خواوو تر منځ د اوربند اعلان، په هر اړخیز ډول د سولې خبرو پر مخ وړل او په حکومت کې د لوی کندهار کدرونو ته ونډه ورکول د دې شورا مهمې غوښتنې دي.

په ورته وخت کې افغان حکومت د روغې جوړې پر پروسې ټینګار کوي وايي چې د سولې عالي شورا هڅه کوي د هغو کسانو او ډلو سره سوله وکړي چې د سولې غوښتونکي وي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

"د افغان حکومت په استازیتوب یو بنسټ هره ورځ هڅه کوي چې د کورنیو مخالفو وسله والو سره روغې جوړې ته کار وکړي او دوی سولې ته راوبولي، دا ډېر قوي باور دی چې د جنګ او تاوتریخوالي له لارې نه افغان حکومت او نه وسله وال مخالفین خپلو اهدافو ته رسېدلای شي."

دی وايي چې افغان حکومت به د هغو کسانو د ځپلو لپاره تر پایه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې سوله نه غواړي او د نورو په اشاره جګړه کوي.

ښاغلی میثم وايي، افغان حکومت په نړیوالو غونډو کې هم له ترورویستانو او د هغو له ملاتړو شکایت او د سولې پر پروسې ټینګار کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG