د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

بېدار: بدخشان کې کان کېندنه د طالبانو د تمویل ۳مه برخه جوړوي


په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د افغانستان جنوب کې په روانو جګړو تمرکز کوي، طالبانو په شمال کې د کانونو د کېندلو او له دې لارې د ځان تمویلولو ته زور ورکړی دی.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار وايي، طالبان له هغو خلکو ملاتړ او ساتنه کوي چې د سمدستي مالي ګټې لپاره په غیر قانوني توګه کانونه کېندي.

ښاغلي بېدار د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، شمال او په ځانګړي ډول بدخشان ولایت کې د لاجوردو، زمرد او سرو زرو د وړو کانونو غیر قانوني کېندنه د طالبانو د تمویل درېیمه برخه جوړوي.

نوموړی وايي، طالبان چې بهرني وسله‎وال هم ورسره دي د کانونو له کېندونکو څخه د ماليې او زکات په نوم خپله برخه اخلي.

د بدخشان د والي مرستیال وايي، د کانونو د غیرقانوني کیندنو له امله په وروستیو کلونو کې د لاجوردو او زمردو چې د دې ولایت د کران منجان او راغستان ولسوالیو په غرونو کې پیدا کېږي، ارزښت او بیه زیاته شوې ده.

طالبان چې جنوبي سیمو کې د اپیمو د تولید له لارې خپل فعالیتونه تمویلوي شمال کې يې خلک په غیر قانوني توګه د کانونو کیندلو ته هڅولي دي.

طالبان چې جنوبي سیمو کې د اپیمو د تولید له لارې خپل فعالیتونه تمویلوي
طالبان چې جنوبي سیمو کې د اپیمو د تولید له لارې خپل فعالیتونه تمویلوي

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي رویټرز اژانس ته ویلي، افغان ځواکونو دوه ځله په کران منجان او راغستان ولسوالیو کې عملیات وکړل خو چې کله افغان سرتېري له سیمې ووځي، د سیمې خلک بېرته طالبانو ته بلنه ورکوي.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وویل چې محلي زورواکي او غیر مسؤله وسله‎وال هم په خپل سرکیندنې کوي او په دې برخه کې نه د دولت او نه د طالبانو غوښتنې مني.

د کران منجان ولسوالۍ یوه کروندګر محمد ظاهر رویټرز اژانس ته ویلي دي له کلونو راهیسې د لاجوردو کانونه کیندي د هغه په خبره دا کانونه زموږ لپاره د خدای له‎خوا جوړ شوي چې خپلو کورنیو ته ترې نفقه پیدا کړو او دا د حکومت او یا بل چا ملکیت نه‎دی.

د نوموړي په وینا خلک ځکه طالبانو ته بلنه ورکوي چې د هغوی په ملاتړ د کانونو غیرقانوني کیندنه د سیمې د خلکو لپاره ګټور کاروبار دی.

XS
SM
MD
LG