د لاسرسي لېنکونه

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وايي، حکومت باید د افغان خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

ښاغلي ابراهیمي چې نن یې د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې په هلمند کې د افغان خبریال نعمت الله زهیر وژنه په کلکه وغندله:

"زه د ولسي جرګې په استازیتوب د نعمت الله زهیر د شهادت له کبله ډېر زیات خواشینی او خفه یم ."

د ښاغلي ابراهیمي په خبره کې افغان حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدمات ونه کړي نو د بیان ازادي او رسنۍ چې د حکومت لویه لاسته راوړنه بلل کېږي له ننګونو سره مخ کېدای شي.

XS
SM
MD
LG