د لاسرسي لېنکونه

د هلمند مرکز لښکرګاه په ښوونځیو کې په بې‌ساري ډول د زده‌کوونکو شمېر کم شوی دی.

د لښکرګاه د یو شمېر ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، د تدریس پر مهال ډزې اوري او دوامداره جګړو يې درسي بهیر ګډوډ کړی دی.

د هلمند د پوهنې د ریاست مسئولین هم مني چې د لښکرګاه پر شاوخوا د جګړو د شدت سره د دوی په زده‌کوونکو کې کموالی راغلی دی.

هغه راپورونه چې ازادي راډیو ته رسېدلي دي ښيي چې د هلمند د ۳۹۵ ښوونځیو څخه د ۶۰ په شاوخوا کې پرانیستي دي او نور ټول يې د ناامنیو له امله د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

په دې اړه له هلمنده د ازادي راډیو د خبریال راپور واورئ:

XS
SM
MD
LG