د لاسرسي لېنکونه

د مونټي نیګرو چارواکي وايي، د دوی څېړنې ښيي چې د دې هېواد د لویدیځ پلوي صدراعظم پرضد د کودتا او د هغه د وژنې په پلان کې روس ملتپالو لاس درلود.

د مونتي نیګرو صدراعظم میلو دیوکانوویچ په ناټو کې د خپل هیواد د شاملیدو غوښتونکی دی.

د مونتي نیګرو لوی څارنوال پرون وویل، د څیړونکو د تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه شوې چې روسي ملتپالو یوې جنایتکارې ډلې ته دنده ورکړې وه چې د اکتوبر په ۱۶مه د مونټي نیګرو د پارلماني انتخاباتو په ورځ د پارلمان ودانۍ ته ننوځي او دیوکانوویچ ووژني.

خو لوی څارنوال وویل چې په دې قضیه کې د روسیې د حکومت د لاس لرلو په اړه یې شواهد نه دي موندلي.

د اکتوبر په ۱۶مه د مونتي نیګرو د انتخاباتو په ورځ شاوخوا شل کسان چې د سربیا د ځانګړو پولیسو پخوانی قوماندان هم پکې شامل وو، ونیول شول. دا کسان تورن دي چې د نظام د پرځولو او د صدراعظم دیوکانوویچ د وژنې هڅه یې کوله.

XS
SM
MD
LG